د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې حل شوې

11749.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند په ملا بزرک، واصل آباد، تڼي کوټ، بابر بڼ او ورڅېرمه سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې چې، په کانالونو او لښتیو کې د سیلابونو د اوبو راوتلو او کثافاتو لیږدولو له امله لا ولاړې شوې وې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له لوري حل شوې.  اوس مهال د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو سربېره؛ د غره له لمنې څخه د رېګ او نورو اضافي توکو د لیږدولو چارې روانې دي. د اوبو ډنډ کېدو دا ستونزې د وروستیو اورښتونو له امله رامنځته شوې وې. د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه څه موده وړاندې د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې د کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې ترسره شوې، خو اوس دا کار بیا ځل ترسره شو. غوښتنه کیږي ترڅو ښاریان د کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي او په هغه کې د کثافاتو له اچولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي