الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اداري او اجرائیه مدیرانو ته د مکتوبونو او سندونو د مدیریت سیستم (DLMS) په اړه معلومات ورکړل شول

7 میزان 1405


د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو اداري او اجرائیه مدیرانو ته د مکتوبونو او سندونود مدیریت برېښنايي سیستم (DLMS) د کارونې په اړه د پوهاوي او روزنې ناسته د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې ګډونوالو ته د مکتوبونو او سندونو د مدیریت سیستم (DLMS) د کارونې څرنګوالی، د اداري مکتوبونو او سندونو د ثبت، لېږلو، ترلاسه کولو او تعقیب بهیر او دغه راز د برېښنايي سیستم له لارې د اداري چارو د ترسره کولو څرنګوالی په عملي او تفصیلي ډول تشریح شو.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسئولینو وویل، دغه سیستم د اداري پړاونو د ډیجیټلي کولو، د مکتوبونو او سندونو د اجرااتو د آسانتیا او چټکتیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه جوړ او فعال شوی دی.
د یاد سیستم په کارولو سره به اداري مکتوبونه او اسناد په منظم ډول د اداري بهیر له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي او د هغوی د تعقیب او اړوندو اجرااتو بهیر به هم په سیستم کې د لیدلو او مدیریت وړ وي.
د دې روزنیزې برنامې په ترڅ کې د سیستم د بېلابېلو برخو د کارونې اود مکتوبونو د ثبت او لېږلو څرنګوالی، د وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري سندونو د پړاوونو د ترسره کولو بهیر او همدارنګه د اړوندو واحدونو ترمنځ د سندونو د لېږد څرنګوالي په اړه د مرکزي ریاستونو او ناحیو اداري او اجرائیه مدیرانو ته معلومات ورکړل شول.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د سیستم جوړونې آمر، بشیر احمد مبشرپه دې تړاو وویل: د دغې برنامې د جوړېدو موخه، له مکتوبونو او سندونو د مدیریت له سیستم سره د اداري او اجرائیه مسئولینو بلدتیا او د هغه د اغېزمنې کارونې لپاره د زمینې برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه: په دې روزنیزه برنامه کې کارکوونکو او د ناحیو او مرکزي ریاستونو اداري مسئولینو ته د برېښنايي سیستم د کارونې او د وړاندیزونو، مکتوبونو، استعلامونو او نورو اداري سندونو د پړاونو د ترسره کولو څرنګوالی تشریح شو.
مبشر څرګنده کړه چې، د دغه سیستم په عملي کېدو سره به اداري چارې په برېښنايي ډول ترسره او د سندونو له ترتیب او لېږد څخه نیولې، د پړاونو د ترسره کولو او تعقیب پورې به په بېلابېلو اداري پړاوونو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.
د نوموړي په وینا، د مکتوبونو او سندونو د مدیریت سیستم کارول به له یوې خوا د کاغذي سندونو د استعمال ترڅنګ، د اداري مکتوبونو اوسندونو د لېږد اود پړاونو د ترسره کولو پر مهال د وخت له ضایع کېدو هم مخنیوی وکړي او بله خوا به په منظمه، چټکه او شفافه توګه د چارو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسئولینو ټینګار وکړ چې، له دغه سیستم سره د کارکوونکو روزنه او بلدتیا، د اداري خدمتونو د ډیجیټلي کولو او په مرکزي ریاستونو او ناحیو کې د مکتوبونو او سندونو د مدیریت لپاره د یوه واحد بهیر د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام دی.
دغه روزنیزه برنامه په داسې مهال جوړېږي چې، په امارتي ادارو کې د برېښنايي خدمتونو د پراختیا بهیر د اداري پړاوونو د ساده کولو، د اجرااتو د وخت د کمښت او کارکوونکو او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پراختیا په حال کې دی.