الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په شمالي زون کې د کابل ښاروالۍ مالګدام فعال شو

6 میزان 1405


د ښاري ترانسپورت د غوره تنظیم او ښار ته د درنو موټرو د ننوتلو د مخنیوي په موخه، د ښار په شمالي زون د کاریزمیر په سیمه کې د کابل ښاروالۍ مالګدام فعال شو.
دغه اقدام د ریاست‌الوزرا د محترم مقام د حکم پر بنسټ او د ښاري ترانسپورت د لا ښه تنظیم په موخه، ترسره شوی دی. تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ اړوند مال‌ګدام د ښار په لویدیځ زون، د کمپنۍ په سیمه کې هم فعال شوی دی او دغه لړۍ د ښار په څلور دروازو کې روانه ده. د یادو مالګدامونوله فعالېدو څخه موخه دا ده چې، ښار ته د درنو بار وړونکو موټرو د ننوتلو، د ښاري سړکونو له وخته مخکې ویجاړېدو او په ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
د ښاري نظم کمېټه د کابل ښاروالۍ، د ترانسپورت وزارت، د ملي دفاع وزارت، د کابل ولایت، د ترافیکو ریاست، د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو ریاست له استازو جوړه شوې ده چې، د ترسره شوو پرېکړو پربنسټ به د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له مخې، د کابل ښاروالۍ د مال‌ګدامونو د فعالولو بهیر چټک شي.
د چارواکو په وینا، د مال‌ګدامونو فعالول او ترې ګټه اخیستل د ښاري ترانسپورت د سیستم په تنظیم، د ښاري نظم په رامنځته کولو، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د ترانسپورت په غوره مدیریت او ښار ته د درنو بار وړونکو وسایطو د ننوتلو په مخنیوي کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ به له خصوصي سکټور سره په همکارۍ په مال‌ګدامونو کې اړینې آسانتیاوې لکه د سړکونو جوړول او روغتیايي چارو ته پاملرنه رامنځته کړي، څو له ښاري سیمو څخه د باندې د مالونو د لېږد او وېش بهیر په منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، په راتلونکو ورځو کې به د ښار په دوو نورو دروازو کې هم مال‌ګدامونه فعال شي.