د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ولې نیالګي کېنوو! اړتیا یې څه ده؟

11792.jpg (2500 × 1100)

عزیزي

د اسلام له ښایستونو او ښکلاګانو څخه یوه یې د دې دین بشپړوالی دی؛ په بل عبارت اسلام هېڅ ارزښتناکه شی له پامه نه دی غورځولی او د هرڅه په اړه یې د کولو او یا نه کولو حکم کړی دی. د دغو ارزښتونو او نعمتونو له ډلې څخه چې، په قرآن او احادیثو کې پرې ډېر ټینګار شوی دی، ونې دي. ونه د انسان لپاره د خدای تعالی له خورا قیمتي مخلوقاتو څخه ده او د ټولو ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه د انسانانو په ژوند کې د حیاتي رول له امله په اسلام کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده. ونه د هوساینې سمبول، د زرغونتیا او تازه والي نښه او د ژوند مجسمه ده او د هوا د نرمښت، د انسان د هوساینې او د طبیعت د پاکوالي لامل کیږي. 

د جنت  یوه نښه هم ونه ده چې په آیتونو او احادیثو کې ورته اشاره شوې ده.

په همدې موخه کابل ښاروالي د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ، د ونو کینولو او ساتنې ته پام کوي او د یوه لومړیتوب په سترګه ورته ګوري. ټاکل شوې ده د 1403 کال د نیالګیو کینولو په موسم کې د کابل ښاروالۍ له لوري ( دوه میلیونه) نیالګي او زینتي بوټي د کابل ښار په کچه کېنول شي. د دې ترڅنګ یو شمېر ښاریانو هم ژمنه کړې چې، د نیالګیو کینولو په کمپاین کې به خپله ونډه ادا کوي. د یوه ښاري په توګه موږ او تاسو ته هم ښايي چې، لږ تر لږه د خپل ځان او راتلونکو نسلونو د هوساینې په موخه یو نیالګۍ کینوو او له هغه  څخه دوامداره ساتنه وکړو. په یو حدیث شریف کې چې،  لـه ابو ایوب انصاري  رضی الله عنه څخه  روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: ژباړه: څـوک چې یو نیالګی وکري او بیا هغه میوه  ونیسي، څومره میوه چې و نیسي الله  تعالی به  هغه ته د میوو په  انډول  ثواب ورکړي. تاسو د اسلام مبارک دین ترحم  ته وګورئ، سره له دې چې د ونو له میوو بېرته موږ انسانان ګټه اخلو خو ترڅنګ یې د هرې میوې په بدل کې الله«ج» اجر او ثواب هم راکوي. له ونو پرته ژوند او طبیعت، دواړه نا انډوله او بدرنګه کېږي. د انسانانو په ژوند او د طبیعت په صحنه کې د ونو او ځنګلونو شتون، د ښکلا، ځوشحالۍ، زرغونتیا، سوکالۍ، پاکۍ او طراوت لامل کېږي. په همدې توګه ونې او نیالګي د ځمکې نبض دي او د انسانانو او حیواناتو او حتی د یوشمېر ګیاوو د حیات اصل دي، ځکه چې نیالګي او ونې د ګازاتو له ډلې کاربن ډای اکسایډ او آکسیجن تولیدوي، چې د انسانانو او حیواناتو له اساسي اړتیاوو څخه دی، د انسانانو د ژوند د دوام او د طبیعت د سلامتیا لامل کېږي. د نیالګیو کموالی او د ځنګلونو له منځه وړل په ځانګړې توګه د لوګیو او ماشیني ژوند په دې عصر کې، د انسانانو او حیوانانو د نسل د انقراض لامل کېږي. د ونو او نیالګیو پاڼې او څانګې د څارویو او کله نا کله د انسانانو د خوراک مهمه برخه جوړوي او د انسانانو د مصرفي غوښو په تولید کې (له ګیاوو څخه د حیواناتو په تغذیې سره) لومړنۍ ونډه لري. دغه راز د ونو لرګي، د لرګیو په صنعت کې کارول کېږي او د انسانانو د ژوند د اړتیا وړ توکو د برابرولو په برخه کې رغنده رول لري. نیالګي او ونې کولای شي د کرنیزې خاورې د ککړتیا مخه ونیسي او د سېلابونو راوتو په صورت کې د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لامل شي. نیالګي د اوبو او هوا په بدلونونو او د دوی ترمنځ د اعتدال په رامنځته کولو کې رغنده رول لري. د ځنګلونو رامنځته کول او پراختیا نه یوازې دا چې د اوبو او هوا پر لړۍ اساسي اغېزې لري، ترڅنګ یې د الوتونکو، څارویو او نورو اهلي او وحشي حیواناتو په حشر او نشر او په ټوله کې د طبیعت د څرخ په تعادل کې رغنده ونډه لري. د ښار زرغونتیا او د سمسورو سیمو پراختیا، د هوا د ککړتیا د کچې ټېټولو ترڅنګ د هېوادوالو د تفریح سرچینې هم جوړوي، چې د ښاري ژوند له اړینو برخو څخه دی. زرغون چاپېریال د بېلابېلو ککړتیاوو له ډلې د هوا ککړتیا، د غږیزې ککړتیا، د تودوخې ټېټېدل، د نسبي رطوبت زیاتوالی او د دوړو اوخاورو د جذب لامل کېږي او په ښارونو کې د زرغون چاپېریال شتون په ښاري او صنعتي ټولنه کې د انسانانو د ژوند د تحمل لامل کېږي. نو راځئ سر له ننه ژمنه وکړو چې، د دنیوي ګټو په پام کې نیولو سربېره، یوه ونه د اجر او صدقې په نوم کینوو او بیا ترې دوامداره ساتنه وکړو. که مو دا کار وکړ نه یوازې د سمسور او زرغون کابل شاهدان به و اوسو، بلکې د آخرت لپاره به مو هم توښه برابره کړې وي