
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د بولند بولکي په مشرۍ د ترکیې هېواد له یوه باصلاحیته پلاوي سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د کابل او استانبول ترمنځ د دوامدارې دوستۍ د ټینګښت، د ترکیې له لوري له کابل ښاروالۍ سره د همکاریو پر دوام، د متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا او د کارمندانو د ظزفیت لوړونې د برنامو جوړول ترکیې ته د روزنیزو سفرونو برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال وویل: ترکیه د یوه اسلامي هېواد په توګه تل له افغانستان، په ځانګړي ډول له کابل سره، نږدې او غوره سیاسي، فرهنګي، او اقتصادي اړیکې درلودلې دي. دغه راز کابل ښاروال هیله څرګنده کړه چې، په بنسټیزو برخو، د ښاري خدمتونو د ښه والي، د زرغونتیا ، پاکوالي او د ښاري مدیریت د بریالیو تجربو تبادله کې به خپلو مرستو ته نوره هم پراختېا ورکړي. ورته مهال د ترکیې هېواد پلاوي ډاډ ورکړ چې، د ترکيې هېواد له خوا به له کابل ښار سره همکاري دوام ولري او ټینګار یې وکړ چې، یاد هېواد به خپلې مرستې جاري وساتي او هڅه به وکړي چې ګټورې او رغنده ښاري پروژې په کابل ښار کې پلي شي. هغوی هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به لا نورې پیاوړې شي او عملي پایلې به یې د کابل ښار په پرمختګ او آبادۍ کې ښکاره شي


