الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو له چارو څارنه وکړه

11 قوس 1404

 17293.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې له نږدې و څارلې او د کار  دچټکتیا او کیفیت په برخه کې یې د پروژې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې، د دې مهمې پروژې لپاره دې د اړتیا وړ تجهیزات ژر تر ژره چمتو او په دې برخه کې دې هېڅ ډول ځنډ نه رامنځته کېږي. همدا راز کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د ځمکې لاندې سړک له ټولو پړاوونو څخه دې پر وخت تخنیکي او فني څارنې ترسره شي، ځکه هېڅ ډول بې کیفیته کار د کابل ښاروالۍ د مشرتابه او کابل ښاریانو لپاره د منلو وړ نه دی. اوس مهال په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د ۹۳ ګاډرونو د نصبولو چارې روانې دي چې، د پروژې یو مهم تخنیکي پړاو شمېرل کېږي او د لاندنۍ برخې د جوړولو په برخه کې اساسي رول لري. د یادونې وړ ده چې، هر ګاډر ۲۱.۳ متره اوږدوالی او ۹۵ سانتي متره سور لري