د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځمکې ورځ

پوهنمل رحمت ځواکمن

11832.jpg (1200 × 528)

ځمکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او د الله تعالی د نور مخلوق د اوسېدو سیمه ده چې، الله (ج) پرې خورا ډېر نعمتونه لورولي دي او له دې نعمتونو څخه یوه برخه انسانان ګټه پورته کوي. ځمکه هم د چاپېریال یوه لویه برخه ده چې، اسلام یې په ساتلو ټینګار کړی دی. د اسلام مبین دین د چاپېریال د پاکوالي امر هم کړی دی، لکه څنګه چې د خپل کور د پاکوالي خیال ساتئ، همدا رنګه د خپل ښار او ټولنې پاکوالي ته هم پاملرنه وکړئ.  د ځمکي ورځ هر کال د اپریل په 22مه نېټه نمانځل کیږي، تر څو وګړي د ځمکی د ارزښت او پر ځمکه د ژوند په هکله فکر وکړي.  دغه ورځ په دې خاطر مهمه ده چې، زموږ فکر هغو بیلابیلو ستونزو او ګواښونو ته اړوي، له کومو سره چې زموږ سیاره مخ ده.  اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې، د خپل فکر او عمل او د خپلو ورځنیو چارو په هکله چې، د طبیعیت له ساتنی سره مرسته کوي بیا کتنه وکړو او ددی ډاډ ترلاسه کړو چې، د ځمکي کره، اوسني او راتلونکو نسلونو ته سالمه پاتې شي.  د ځمکی ورځ  په 1970 کال د امریکا د متحده ایالتونو دیوه سناتور گایلورد نلسون نوښت وو. هغه د اپریل په 22مه نېټه له وګړو وغوښتل چې د دولتونو پام د ژوند چاپېریالي ستونزوته وروګرځوي، ځکه چې ځمکه یې له ګواښ سره مخ کړې ده. په هماغه ورځ له شلو ملیونو زیاتو وګړو حیرانوونکي لاریونونه وکړل او د ځمکې د نوي تاریخ دپیل او له ځمکې سره د سلوک او کړنو د بدلون غوښتونکي شول. نوموړی ورځ له هماغه مهاله د امریکا متحده ایلتونو او یو شمیر نورو هسپانوي ژبې هیوادونو نمانځله. خو له 1990 کال را وروسته د دې ورځې د نمانځونکو هيوادونو په شمېر کې زیاتوالی راغی او هر کال یې د نمانځنی لپاره ځني موضوعات ټاکل کیدل، چې زیاترو یې د ژوند چاپېریال ته د ورپیښو ستونزو سره تړاو درلود، لکه د ژوند د له منځه تګ، په خاوره، اوبو او هوا کې بدلونونه او  داسې نور. دغه ورځ په 2009 کال کې د ملګرو ملتونو له خوا هم په رسمیت و پیژندل شوه او د مورنۍ ځمکې ورځې په نوم و نومول شوه.  اوس د اپریل دوه ویشتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځمکی ورځی په نوم نمانځل کیږي او د میډیا او رسنیو له خوا ورته هم ځانګړی پام کیږي. د اپریل له 22مې نېټې څخه د یوی اونۍ لپاره، د نړۍ ډیری هیوادونه بیلابیل فعالیتونه او فرهنګي جشنونه لري تر څو لوی او واړه د ځمکې او چاپېریال ساتنی ته وهڅول شي.  د یادولو وړ ده چې، په پیل کې انسان پر ځمکه د خپلو فعالیتونو منفي او ناوړه اغیزو ته دومره پام نه کاوه، یوازی په دې هڅه کې وو چې، د خوراک، پوښاک او استوګنې حالت یې لا غوره شي او د ژوند د پر مختګ، د لا زیاتو خوندونو، راحتونو او آسانتیاوو نوې لارې چارې و مومي. هماغه وو چې ځان یې صنعتي انقلاب ته ورساوه. له صنعتي انقلاب را وروسته یې پر ځمکه بیساري او زورور فعالیتونه ترسره کړل چې منفي اغیزې یې هم لرلې. په بېلابېلو کارونو کې له ماشین  څخه کار اخیستنې د طبعیت او چاپېریال څېره بدله کړه، او ځمکه یې په ډیرو حالاتو کې د بیا رغونې او طبیعي حالت ته د ورګرځیدو له ستونزو سره مخ کړه.  موږ د یو شمیر ورځ تر بلی زیاتیدونکو بهیرونو مسؤل یو، چې د ژویو بېلابېل ډولونه مو او آن خپل ځان مو د ناروغیو او نورو آفتونو له ګواښ سره مخ کړی دی.  د ځمکي د ورځې، د دې پرتمین یادښت ترڅنګ به ښه وي چې د ځینو چاپېریالي ستونزو او دهغو د اغیزو له څرنګوالي هم یادونه وکړو، کومو چې زموږ ژوند او د ځمکی د کرې سلامتیا یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

1- د هوا ککړتیا:

په هوا کې د ځنو موادو او ذراتو ورګډېدل او زیاتېدل، ژوندیو موجوداتو او د ژوند کیفیت ته ګواښ پېښوي. دا مواد د صنعتي فعالیتونو او ترانسپورتي وسایلو له لارې هواته پورته کیږي، هوا ککړوي، د ژوند روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او د ځنو تنفسي ناروغیو لامل هم کیږي.

 2- د اوبو ککړتیا:

دا ککړتیا د اوبو ډول ډول چاپېریالونه اغیزمنوي، د بیلګي په توګه، د کورونو او صنعتي فابریکو ناولتیا او کثافات په ویالو، ډنډونو او سیندونو کې غورځول، د ډول ډول ژوندیو موجوداتو ژوند او همدا رنګه د هغو وګړو ژوند، چې له دغو اوبوڅخه ګټه اخلي، له ګواښ سره مخ کوي.

 3- د ځنګلونو سوځول:

د ځنګلونو سوځول که په هر علت وي، که د څړځایونو او نویو سیمو د رامنځته کېدو او پراخېدو لپاره وي او یا نور لاملونه ولري، ناوړه پایلې لري. په ځانګړي توګه کله چې یې اور له کنترول څخه بهر شي نو په پایله کې یې د هوا د ککړتیا، د ژویو د استوګنځایونو د ویجاړېدو او د ژوند د ډیرو زیاتو ډولونو د له منځه تللو لامل ګرځي.

4- د ځنګلونو وهل او له منځه وړل:

د ځنګلونو وهل چې ډیری وخت د ښاري پراختیا، د کرنیزو ځمکو او څړځایونو د رامنځته کېدو اود لرګیو د تولید لپاره ترسره کیږي، په حقیقت کې د یوې سیمې دنباتي پوښښ د له منځه تلو په معنا ده. د دې کار ناوړه پایلې او عاقبت دا دی چې، خاوره تخریبیږي، د ژوندانه سیمې له منځه ځي او د ژوندیو موجوداتو د بېلابېلو ډولونو مرګ او مړینه له ځانه سره لري.

 5 – اقلیمي بدلون:

دا هم یوه لویه ستونزه ده چې نن ورځ د ځمکی کره ور سره لاس او ګریوان ده.

 باور دا دی چې انسانان هوا ته د (شینکوریزه غازونو) په پورته کولو سره، شینکوریزې اغیزمنتیاوې زیاتوي او د ځمکې کرې د تودوخې لامل ګرځي، چې دا حالت په خپل وار سره د اورښت د اندازی بدلون، د طبیعي کنګلونو یا یخچالونو ویلې کېدل او د اوبو د سطحې لوړوالی له ځانه سره لري.