شاهین
د اسلام مبارک دین د الله تعالی(ج) له لوري پر حضرت محمد (ص) نارل شوی او د ژوندانه هر برخه پکې مکمله تشریح شوی ده. د رسول الله(ص) اخلاق ټولنیز، سیاسي اقتصادي، تربیوي او د بشریت ژوندانه ټولو برخو لپاره یوه ځانکړې الګو ده، که چېرې هر څوک د رسول الله (ص) د اخلاقو مطابق ژوند وکړي نو هیڅ کله به له ستونزو او د ژوند له ناکامیو سره مخ نشي.
د رسول الله صلی علیه وسلم د ټولنیز ژوند ځیني برخې
1- امانت داري:
ټولو الهي دینونو په تېره د اسلام مبارک دین د امانت دارۍ په برخه کې خپلو پیروانو ته په زیاته اندازه لارښونې کړې دي، لکه څنګه چې په قرآنکریم کې الله تعالی فرمایلي دي: ژباړه: الله تعالی تاسې ته حکم کوي، چې امانتونه د هغو مستحقینو ته ورسوي( النساء 58) د امانت دارۍ ځانګړنه د رسول الله صلی علیه وسلم په اړه د بعثت څخه مخکې او وروسته ډیره مشهوره وه، او په (محمد امین) مشهور وو چې کفارو به هم خپل قیمتي شیان هغه مبارک ته په امانت ډول اېښودل. د امانت کلمه دله (امن) څخه اخیستل شوې ده کوم چې د زړه پر سکون، اعتماد ، اطمینان ، پر وفاء ساتلو او باور دلالت کوي. امانت په بشپړه توګه د دین ټینګول دي، لکه چې ویل کېږي: فلانی سړی امین دی، یعنې هغه دین لري، هغه پاک او ساتونکی دی، هغه د نورو حقوقو ته درناوی لري، د حق په ورکولو او بشپړولو کې تفریط او تنبلي نه کوي، امانت هغه وعده ده چې، د دین ټولو څانګو ته شامله ده. انس رضی الله عنه فرمایي: ما د رسول صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې: ژباړه: څوک چې امانت داری نکوي، هغه ایمان نلري، او څوک چې په خپلې وعدې عمل نکوي، په هغه کې دین نښې نښنې نشته دي.
(رواه احمد البیهقي فی الشعب) له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم د نفاق له نښانو څخه یوه نښه دا هم وښودله، چې امانت ورته وسپارل شي، نو په هغه کې خیانت کوي. (متفق علیه)
2- په وعدې باندې عمل:
په وعده باندې عمل کول د مومن ستر اخلاق، د حیثیت او وقار تاج او د رښتیني مومن صفت دی چې، پر وعدې عمل کول واجب دي. په دې هکله الله تعالی(ج) په قرآنکریم کې فرمایلي دي: ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په خپلو وعدو باندې عمل کوئ! (سوره المائده) په وعدې باندې عمل کول د هغو صالحو مؤمنانو صفت دی کوم چې، په قرآنکریم کې د کامیابې او بري زیری ورکړل شوی دی او الله تعالی په قرانکریم کې فرمایلي دي: ژباړه: او هغه کسان بریالي شول چې، دوی د امانتونو او وعدو رعایت کوونکي وو.
3- صداقت او رښتیا ویل:
د رسول الله صلی علیه وسلم له ټولنیزو اخلاقو څخه یو صداقت او رښتیا ویل وو، دا اصل دومره اهمیت لري چې ډیراخلاق او فضائل ددغه په وسیله رښتیا کېږي. د بېلګې په توګه: دروغجن انسان نشي کولای کومه وعده یې چې کړې وي، په هغه باندې عمل وکړي، ځکه په وعدې باندې عمل وفا کول، د رښتیا ویونکو خلکو کار دی. د رسول الله صلی علیه وسلم صداقت او رښتیا ویل داسې څه نه وو چې له خلکو څخه دې پټ پاتې شي، ځکه ټول خلک پوهیدل چې رسول الله صلی علیه وسلم له رښتیا او حقیقت څخه پرته بل څه نه وايي.
4- عدالت:
د پیغمبر صلی علیه وسلم له خصلتونو څخه چې، په خپلو ټولنیزو اړیکو او ژوند کې یې پرې عمل کاوه، هغه د دوست او دښمن، مسلمان او کافر تر منځ د عدالت په پام کې نیول او د حق ویل وو. د اسلام دین فرد، ټولنې، هېواد او ټولو نړیوالو ته خپل د عدالت پیغام لري. کله چې یو غیر مسلمان وګړی دې ټکې ته ځیر شی نو د اسلام حقانیت، عدالت او ښه والی به په سترګو وویني او د اسلام په قبلولو سره به ځان د عدالت د نظام پلوي کړي. د عدالت په اړه د رسول الله صلی علیه وسلم یوه تاریخي کیسه او روایت دی چې، د بني مخزوم د قبیلي یوې ښځې غلاوکړه او اسامه بن زید د هغې شفاعت لپاره حضرت محمد (ص) ته ورغی، رسول الله (ص) ورته وفرمایل: آیا د الله(ج) له حدودو څخه په یو حد کې شفاعت کوي؟ پخواني خلک ځکه هلاک شول کله به چې د دوی کوم ښه سړي غلا وکړه هغه به یې پرېښود او که به کمزوری او بیچاره سړي غلا وکړه نو حد به یې پرې جاري کولو، او په خدای قسم کوم که د محمد (ص) لور فاطمه غلا وکړي، نو خامخا به مې لاس ور پرې کړی وای.