ناصری
ګذر دري لفظ دی، چې په پښتو کې د کوڅې او سیمې معنی ورکوي او له 500 څخه تر 1000 د استوګنې کورونه پکې جوړ شوي وي. دغه کلمه په هغو ښاري سیمو کې د کارونې وړ ده چې، د ښاروالۍ اړوندو ناحیو له خوا د نفوسو په اساس او د کړنلارې مطابق ټاکل کیږي او اوسېدونکي یې په شرایطو برابر کس، چې د ګذر وکیل په توګه د ټاکل کیدو وړتیا ولري اړونده ناحیې تـه یې د خپـــل استازي (ګذر وکیل) په توګه ور پېژني. ښاروالۍ د ښاري چارو د ښه تنظیم او ښاریانو ته د خدمت کولو په موخه، په ناحیو وېشل کیږي او ناحیې بیا په ګذرونو تقسیمیږي. له دې موضوعاتو سره د ښې بلدتیا په موخه اړینه ده چې په ځینو اصطلاحاتو رڼا واچول شي: ښاروالۍ: هغه عامه حقوقي حکمي شخصیت دی، چې د قانون د حکمونو سره سم د ورسپارل شویو دندو له لارې د ښارونو د اوسېدونکو د ټولنیزو اړتیاوو د تامینولو په موخه فعالیت کوي. ښار: هغه مدني جغرافیایي ټاکلې محدوده ده، چې له ټولنیز نظره غیر متجانسه ده او په نسبي لوړ تراکم د نفوسو لرونکی او د ټولنیزو، اقتصادي، اداري، او خدماتي فعالیتونو د تمرکز ځای دی. ناحیه: د ښاروالۍ اداري واحد دی چې، د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د ښار په یوه برخه کې فعالیت کوي. ګذر: د ناحیې یوه برخه ده، چې سیمه یې د اړونده ناحیې له لورې ټاکل کېږي. ګذر وکیل: هغه شخص دی، چې د ګذر د استازي په توګه د ګذر اوسېدونکو له خوا تر ټاکلو او د ښاروال له منظورۍ وروسته د ښاروالیو قانون د احکامو مطابق خپلې دندې سرته رسوي. محل: د ګذر یوه محدوده سیمه ده چې، له 200 څخه تر 250 پورې استوګنیزو واحدونو (کورونو) څخه جوړه شوې وي. کورنۍ: ځانګړې جغرافیایي استوګنیزه محدوده ده، چې په هغه کې څو وګړي په ګډه ژوند کوي.
د ګذر وکیل د ټاکلو معیارونه:
د ټاکلو شرایط:
*- د افغانستان تابعیت ولري.
*- د سنت په طریقه برابر وي.
*- د 30 کلنۍ عمر پوره کول.
*- د بکلوریا یا د هـغې معــادل زده کړو سند لرل چې د پوهنې او یا د لوړو زدکړو وزارتونو له خوا تائید شوي وي.
*- په اړونده ګذر کې استوګن وي.
*- د ارزونې کمیسیون د تائیدي درلودل
*- د نېک شهرت لرونکی وي او تر عدلي او قضایي څار لاندې نه وي.
*- د امنیتي ارګانونو ( پولیس او استخباراتو) څخه د مسئولیت نه لرو تائیدي تر لاسه کول.
*- اړونده ګذر کې د شخصي جایداد لرل
*- له عقلي او بدني روغتیا برخمن وي.
*- د اړونده ناحیې د دیني عالمانو له شورا څخه د ښه شهرت او شخصیت د تائیدي تر لاسه کول.
*- د صفایي د 100 کتابچو وړاندې کول چې د اړونده ناحیې له خوا تائید شوې وي.
د ګذر وکیل د ټاکلو پر وړاندې خنډونه:
*- په هغه صورت کې چې، شخص د دولت رسمي کارمند وي.
*- په هغه صورت کې چې شخص د خلکو او یا ښاروالۍ د نا رضایتی په وجه مخکې د ګذر وکیل له موقف څخه لرې کړل شوی وي.
*- په هغه صورت کې چې شخص د اداري فساد په جرم محکوم شوی وي.
*- په هغه صورت کې چې شخص د محکمې له لورې په جرم محکوم شوی وي.
*- په هغه صورت کې چې شخص د پخواني نظام د استخباراتو کارکوونکی پاتې شوی وي.
د ګذر وکیل لرې کول:
ښاروالۍ کولی شي، چې په لاندې حالتونو کې د ګذر وکیل له دندې ګوښه کړي:
*- د جرم په ترسره کولو کې مرسته او ګډون کول.
*- د عامه امنیت ګډوډول، اخلاقي او اداري فساد ترسره کول.
*- په سمه توګه د هغو دندو نه ترسره کول، کوم چې د دندو په لایحه کې درج شوي دي.
*- د ګذر د اوسېدونکو نه رضایت.
*- له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخیستل.
*- له یوې میاشتې څخه زیات غیابت.
*- د خدمت د څلور کلنې مودې پای ته رسېدل.
د ګذر وکیل اساسي دندې:
*- په رسمي مراسمو، او د مرستو په وېشلو کې ګډون کول.
*- د نکاح خط په صادرولو کې مرسته کول.
*- په ګذر کې د اجارې او ګرو لاندې ملکیتونو څخه اړونده ناحیې ته میاشتنۍ راپور ور کول.
*- له ناحیې سره د ګذر په کچه د تنظیف، زرغونتیا او ساتنې په برخه کې مرسته کول.
*- د عامې روغتیا له مسئولینو سره په ځانګړي ډول د بېړنیو پېښو او د واکسین کولو له ګرځنده ټیم سره همکاري کول.
*- په ګذر کې د مېشتو استوګنو له هویت څخه تصدیق کول.
*- په عامه امن او د نظم په تامین کې مرسته کول او د شریعت او قانون خلاف کړنو په هکله امنیتي ارګانونو ته راپور ورکول.
*- د ښاروالۍ د کړنلارو او برنامو په پلي کولو کې مرسته کول.
*- د ناحیې عالمانو شورا په همغږۍ، سری میاشتې یا نورو خیریه بنسټونو ته د معیوبینو، شهیدانو ورثو او بیوزله کسانو ور پېژندل.
*- د اړوند ګذر د ټولو اوسیدونکو نوملړ جوړول او د مالي کال له پیل څخه یې وړاندې اړوندې ناحیې ته سپارل.
*- د صفایي کتابچې اخیستلو لپاره د اوسېدونکو هڅول.
*- په ولسي او ټولنیزو چارو کې د سیمې د عالمانو شورا،ځوانانو شورا او قومی مخورو سره نږدې اړیکې او همغږۍ درلودل.
*- ګذر وکیل اړ دی ترڅو د عوایدو په راټولو کې اړوندې ناحیي سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
*- د قانون د احکامو او اړونده ناحیې له لیکل شوې لارښونې سره سم د نورو مواردو ترسره کول.
*- په ګذر کې د اوسېدونکو ستونزې اوریدل او پر وخت سره یې اړونده ناحیې ته د اجراتو او خبراوي په موخه لېږدول.
د ګذر وکیل ټولنیز رسالت:
څه ډول چې وړاندې د ګذر وکیل پر مسئولیتونو او دندو باندې په تفصیل سره بحث وشو، نو ښکاره ده، چې نوموړی د ښاریانو او سیمې اوسېدونکو په ټولو چارو او مناسبتونو کې شریک دی او دا یې ستر مسئولیت دی، چې د مدني حالت له تصدیق څخه نېولې تر کره او دقیقې احصایې، تنظیف، زرغونتیا، د مرستو وېش او نکاح خط جوړولو پورې ټولو مناسبتونو کې فعال ګډون ولري.
ګذر وکالت کوم امتیاز نلري، خو له مسئولیت څخه ډکه دنده ده چې، د هر چا د وس او توان خبره نده، پدې لوی مسئولیت کې تر ټولو لوی کار، د ولس یا خلکو باور دی چې، له مخې یې یو څوک د خپلې رایې له مخې تضمینوي. ټولنیزه بلدتیا، امانتداري، صداقت، غږ رسول، نېک شهرت، فعال استازیتوب او د سیمې دود او رواجونو څخه ځان خبرول هغه ځانګړنې دي، چې ګذر وکیل یې باید په ځان کې ولري.
په اوسنیو شرایطو کې د یوې ټولنې او سیمې مشري کول آسانه خبره نه ده، بلکې زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او که خدای مه کړه په یوه برخه کې کومه ستونزه رامنځته شي او یا له خپل موقف څخه د شخصي ګټې لپاره ناوړه ګټه واخلي، نو ترلاسه شوی باور له منځه ځي چې جبران کول به یې آسانه کار نه وي. ترڅنګ یې فعاله اوسېدل، حق غوښتل او خپلو موکلینو ته خدمت کول، د ښه نوم او نېک شهرت په موندنه کې اغېزناک رول لري.
اوس مهال دکابل ښار په محدوده کې د سیمې او نفوسو شمېر ته په کتو سره دوه ویشت ګونو ناحیو کې شاوخوا 700 ګذرونه شتون لري او ګذر وکیلان یې ټاکل شوي، چې د کړنلارې او قانون مطابق خپلې چارې پرمخ وړي او په ټاکل شوې محدوده کې له دوی پرته هیڅوک د ښاریانو د مدني حالت تصدیق نشي کولی.