د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر مرګ وروسته د انسان هغه ارمانونه چې په قرانکریم کې یې یادونه شوې

12025.jpg (1200 × 528)

دا یو څرګند حقیقت دی چې، د کائناتو ستر خالق(ج) په انسان لویه پیرزوینه کړې، انسان یې د مخلوقاتو غوره وګرځاوه، اشرف المخلوقات یې ونوماوه ،عزت یې ورکړ، او نور ټول مخلوقات یې دده تابع وګرځول تر څو د ده په خدمت کې وي او دا ترې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي. خپل نوراني مخلوق (فرښتو) ته یې امر وکړ چې انسان (آدم ع) ته د تعظیم سجده وکړي، هغه نوراني مخلوق چې نه خوراک کوي او نه څښاک بل کوم کار او کسب نه لري بغیر د الله (ج) له عبادت څخه نو دغه شان یو مطیع او تابعدار مخلوق ته یې هم امر وکړ چې، انسان ته دې د تعظیم سجده وکړي! دا چې انسان له دومره غوره والي سره باید څه وکړي دا هم ښکاره ده! چې هغه د الله تعالی عبادت او پیروي او د الله رب العزت د احسانونو د شکر ادا کول دي. خو له بده مرغه چې یو شمیر مخلوقات په ځینو زودګذره (ژر تېرېدونکو) خواهشاتو تېروتي دي او د خپل نفس تابع ګرځيدلي او هغه ډول کړنې تر سره کوي کومې چې د الله تعالي د نارضایتۍ او د غضب وسیله ګرځي او تر مرګ وروسته د همدغه نافرمانه بنده د پښیمانۍ لامل جوړیږي چې، دغه پښیماني او ارمانونه یې په لاندې ډول دي: 1: د عظیم الشان کتاب قرآنکریم په دیرشمه پاره د النباء سورة په 40م آيت کې راغلي دي: ژباړه: کاش چې! خاورې وای، که همدغه انسان ته په ژوند کې وویل شي چې، تا وژنم یا د په خاوره بدلوم څه فکر کوئ چې ددغه انسان عکس العمل به له تاسو سره څه وي؟ اړینه ده چې نوموړی به له تاسو سره شخړه کوي، او یا به همدا الفاظ ستاسو په وړاندې هم کوي. تاسو وګوري چې له مرګ وروسته همدا انسان خپله وایي چې، ای کاش زه خاورې وای،او داسې فکر کوي چې، هلته به له حساب او کتاب څخه خوندي و اوسي او د تر سره کړو ګناهونو په وړاندې به ځواب ویونکی نه وي. 2ـ د قرآن پاک د الفجر سورة په 24م آیت کې راغلي دي: ژباړه: کاش چې! د آخرت لپاره مې یو څه کړي وای، هغه ارمان چې ډیری انسانان به یې تر مرګ وروسته له ځان سره ولري، خو له دغه ارمان څخه د ځان د خلاصون لپاره څه کول پکار دي؟ همدا چې پدې دنیا کې د آخرت لپاره د نیکو اعمالو کول او د الله تعالی(ج) رښتیني بنده ګان جوړېدل یې د خلاصون لاره ګڼلی شوو. 3- د سپیڅلي کتاب د الحاقة سورة په 25م آیت کې راغلي دي: ژباړه: کاش چې! اعمال نامه مې بیخي تر لاسه کړې نه وای، د قرآنکریم د نصوصو او رسول الله مبارک د احادیثو نه جوته ده چې، د قیامت په ورځ به د نیکو بنده ګانو اعمال نامه په ښي لاس او د بدو اعمالو درلودونکو بنده ګانو ته په کیڼ لاس ورکول شي، همدا ده چې د بدو اعمالو درلودونکی بنده ګان به په هغه ورځ ارمان کوي چې، ای کاش چې اعمال نامه مې هیڅ نه وای تر لاسه کړې. نو مناسبه به نه وي لدې چې هغه ورځ ارمان کوو پدې دنیا مو په ښي لاس د اعمال نامې د ترلاسه کولو لپاره کار کړی وي. 4ـ دغه راز د قرآن عظیم الشان د الفرقان سورة په 28م آیت کې راغلي: ژباړه: کاش چې! فلانی انسان مې د ملګرتیا لپاره نه وای غوره کړی، راځئ یوه شیبه پدې اړه فکر وکړو چې، زموږ ملګرتیا له چاسره ده، موږ د ملګرو د ټاکلو لپاره له کوم معیار څخه کار اخلو؟ دا باید ومنو چې، د شیطان ملګري به د قیامت په ورځ له شیطان سره وي، نېک خلک به د صالحینو او بد خلک به د بدو خلکو په قطار کې راپورته کیږي، دا به ښه وي چې په همدې دنیا د خپلو ملګرو په ټاکلو کې له غور او دقت څخه کار واخلو. 5 ـ د کائناتو د ستر خالق په پاک کتاب د الاحزاب سورة په 66م آیت کې داسې راغلي دي: ژباړه: کاش چې! د الله (ج) او رسول الله (ص) نافرماني مې نه وای کړې. د قرآن کریم په مبارکو نصوصو او د رسول الله مبارک په زیات شمیر احادیثو کې د لوی رب(ج) او د رسول الله (ص) د تابعدارۍ په اړوند راغلي دي چې، د الله تعالی او د هغه د رسول(ص) اطاعت وکړئ! د الله (ج) او د هغه د مبارک نبي اطاعت پدې دنیا هغه عمل دی چې، په هغې دنیا مو له دغه ارمان څخه ژغوري. 6ـ د قرآن عظیم الشان د الفرقان سورت په 27م آیت کې راغلي دي: ژباړه: کاش چې! د رسول الله (ص) پر لاره تللای وای، د هغه څه په اړه ارمان چې الله تعالی او د هغه مبارک نبي یې له یوه انسانه غواړي او د خپلو مبارکو نصوصو په هر ځای کې یې د خپلې تابعدارۍ او اطاعت تر څنګ د خپل رسول(ص) پر اطاعت او تابعدارۍ هم امر کړی دی. نو څومره به ښه وي چې د الله تعالی د خوږ نبي پر نقش قدم کېږدو او خپل ژوند د هغه مبارک د ارشاداتو مطابق تېر کړو. 7 ـ د النساء سورت په 73م آیت کې راغلي: ژباړه: کاش چې! زه هم له هغوی سره وای، اوس به مې لویه بریا تر لاسه کړې وای. د صالحینو د لارې غوره کول او د هغوی له غوره اعمالو څخه پیروي کول، دیته زمینه مساعدوي چې د قیامت په ورځ د هغوی په صف کې ولاړ اوسې او هغه مهال درسره دغه ارمان نه وي چې، کاش ماهم د دوی لاره غوره کړې وای!. 8 ـ د الله تعالی(ج) د مبارک کتاب د الکهف سورت په 42م آیت کې راغلي چې: ژباړه: کاش چې! له خپل رب سره مې شریک نه وای نیولی. د انسان د پیدایښت موخه او هدف د یو واحد رب عبادت دی، له هغه سره د شریک نه نیول د هغه د انبیاوو په لاره تلل او ځینې نور اړین ارشادات په ځان عملي کول او د هغه د مبارک کتاب پیروي هغه څه دي چې، انسان پرې مکلف ګرځول شوی. نو افسوس د هغه چا پر حال چې خپل واحد رب یې هیر کړی او په خرافاتو بوخت دي، خپلې غوښتنې له بتانو کوي او په خپلو لاسونو د جوړو شویو توکو عبادت یې خپله لاره ټاکلې او خپل خدایان یې ګرځولي، حال دا چې توکي خپله د الله (ج) مخلوقات دي او خپله د هغه لوی ذات ترحم او مرحمت ته اړ دي. خو همدغه انسانانو ته به تر مرګ وروسته دا یو لوی ارمان وي چې، ای کاش چې! ما له خدای(ج) سره بل شی نه وای شریک ګرځولی. 9 ـ د سورة الانعام په 27م آیت کې راغلي دي: ژباړه: ای کاش چې! کومه لار پیدا شي چې زه بیا دنیا ته ولاړ شم او د خپل رب له نښانو انکار ونکړم، او په مومنانو کې حساب شم، پورته ټول ذکر شوي ارمانونه د انسان د خپلو اعمالو پایله وي چې انسان ورسره تر مرګ وروسته مخامخ کیږي، حال دا چې ښه او بده لاره د اسلام مبارک دین په ارشاداتو کې موږ ته ښودل شوې ده، خو دا موږ یوو چې د خپلو خواهشاتو تابع ګرځیدلي یوو، سیخه لار مو پریښې او کږه لاره مو د خپل ژوند برخه ګرځولې چې وروسته مو د پښیمانۍ او نا رضایتۍ لامل جوړيږي او هغه وخت بیا راته ارمان کول هیڅ ګټه نکوي. نو راځئ ددغه پورته یادو شویو ارمانونو څخه چې، تر مرګ وروسته راته راولاړیږي په دې دنیا ځان خلاص کړو. وماعلینا الاالبلاغ.