د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل سیند ته څېرمه ودانۍ بېرته خپل اصلي او پخواني حالت ته را وګرځول شوې

12050.jpg (1200 × 675)

د تاریخي آثارو د ساتنې د کمیسیون د پریکړې له مخې، د دویمې ناحیې اړوند له پل باغ عمومي څخه تر شاه دو شمشېره جومات پورې کابل سیند ته څېرمه ودانۍ بېرته خپل اصلي او تاریخي حالت ته را ګرځول شوې او د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د مرستیال الحاج محمد نبي عثماني له لوري په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، د دویمې ناحیې رئیس فضل الکریم حق پرست او ځایي هټیوالو یې ملتیا کوله د پټۍ پرېکولو سره نندارې ته وړاندې شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریئس وویل: دا کار د تاریخي ارزښتونو او کلتوري میراثونو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آباداتو د ساتنې له ریاست سره په همغږۍ ترسره شوی دی. نوموړي د سیمې له هټیوالو چې، د خپلو ودانیو د رنګولو سربېره یې د هټیو لوحې او دروازې له لرګي او ښیښې څخه جوړ کړي دي مننه وکړه. تر دې وړاندې له پل باغ عمومي څخه تر شاه دوشمشېره جومات پورې هټیوالو ته خبر ورکړل شوی وو چې، له الکوبان، اوسپنې او نورو شیانو څخه د خپلو لوحو او دروازو په جوړولو کې کار وانخلي، ترڅو دغه سیمه چې، د کلتوري او تاریخي میراثونو یوه برخه  شمېرل کیږي له هر ډول عصري بیارغونې څخه وژغورل شي. ښاغلي جواد د کابل ښاروالۍ له لوري ډاډ ورکړ چې، خپل ټول پروګرامونه او پلانونه به د تاریخي، اسلامي او کلتوري ارزښتونو په ساتلو سره طرحه او پلي کړي