
د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د اداري کړنو د بهیر د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مکتوب لیکلو د مهارتونو لوړولو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورسېد.
د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست مرستیال قاري واسعالله «زاهد» وویل: دغه ورکشاپ د کاري بهیر د چټکتیا، د اداري مدیرانو او کارکوونکو د مهارتونو د پیاوړتیا او ښاریانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی وو.
نوموړي زیاته کړه چې، د یاد ورکشاپ په لړ کې د رسمي مکتوبونو د لیکلو اصول او څرنګوالی، د اداري لیکنې د معیارونو په پام کې نیول، د رسمي سندونو ترتیب او تنظیم او د اداري اصولو له مخې د مکتوبونو د چمتو کولو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه تشریح شول.
همدا راز په دې ورکشاپ کې ګډونوال د اغیزمنې او کره لیکنې له لارو چارو، د محتوا له تنظیم او په اداري مکتوبونو کې د وضاحت او دقت په پام کې نیولو سره بلد شول. دغه راز د بېلابېلوڅانګو ترمنځ په همغږۍ، د کړنو د ځنډ پر مخنیوي، د اداري تېروتنو په کمښت، د کیفیت په ښه والي او په چټکۍ سره د چارو په ترسره کولو هم ټینګار وشو.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین هڅه کوي چې، د روزنیزو برنامو په جوړولو او د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو له لارې د هغوی د پوهې او مسلکي مهارتونو کچه لوړه کړي او د اداري پړاوونو د لا ښه والي او ښاریانو ته د اغیزمنو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، د دا ډول روزنیزو برنامو جوړول د بشري سرچینو د ظرفیت په پیاوړتیا، د رسمي مکتوبونو د معیاري کولو او اداري سیستم په ښه والي کې اغیزمن رول لري.
د اداري مکتوب لیکنې د مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید
2 عقرب 1405


