د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

نظافت د سالم وجدان غوښتنه ده

شاهین

 12185.jpg (2500 × 1100)

الله جل جلاله د کایناتو د ښه تنظیم په اړه اړینې لارښوونې کړي دي، که چیرې یو انسان په واقعي ډول له الهي لارښوونو سره سم مخته ولاړ شي، نو په خپل ژوندانه کې به له هیڅ ډول ستونزې سره مخ نشي. نظافت هم په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د ټولنیز ژوند له بېلګو څخه هم شمېرل کېوي. له انسان څخه مطلوب نظافت او پاکوالی له زړه څخه پیل بیا د بدن او چاپېریال تر پاکوالي پورې پراخه سیمه جوړوي. د زړه او فکر پاکوالی، ځان په اسلامي عقیده سمبالول دي، کوم چې الله(ج) د اعتقادیاتو په نظام کې ورته لارښوونه کړې ده. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي: ژباړه: نظافت او پاک والی د ایمان یوه برخه ده، نو ویلی شو چې، نظافت د انسان په ژوند کې ځانکړی اهمیت لري او په پام کې نیولو سره یې انسان له راز رازناروغیو څخه خوندي کېږي. نو اړتیا ده چې هرانسان پاکوالي ته پام وکړي، تر څوله یوې خوا خپله روغ او سالم پاتې شي او بل خوا به له ده څخه الله(ج) او خلک هم خوښ شي. نظافت د هر شخص، هر کور او هر دولت پیژندنه ده، ځکه هیڅ انسان دا ښه نه ګڼي، چې له ناپاک شخص سره کېني، مجلس او یا هم خوراک ورسره وکړي، ځکه نظافت ستا او ستا د کورنۍ په سلیقې دلالت کوي او پر هر هغه ځای کې چې، په عمومي ډول پاکوالي ته پاملرنه کېږي، انسان ته روحي خوښي وربښي او د نېکمرغۍ احساس ورکوي، خو د دې خلاف، نا پاکي او د نظافت خیال نه ساتل، تل انسان له ډول ډول ناروغیو سره مخ کوي او د نا اميدۍ احساس ورکوي. نو په دې توګه اړتیا چې، موږ تل او په هر ځای کې د نظافت خیال وساتو، تر څو په ناروغیو له اخته کېدو څخه  وژغورل شو. د نظافت ارزښت په کې اسلام‌مؤمن او متدین کسان، لکه څرنګه چې د نورو په پرتله په پوهه او درک کې لوړوالی لري، په خپلو اخلاقو او کړنو کې هم له نورو بیلې ځانګړنې لري. په دې توګه اړینه ده چې، د خپلو جامو، ظاهري بڼې، فردي او د چاپېریال په پاک ساتلو کې هم له نورو څخه مخکښ وي او د خپل شخصیت ټول اړخونه متعادل کړي. قرآنکریم د قبا اهل له دې امله ستایلی، چې دوی نظافت ته پاملرنه کوله، طهارت او پاکوالي ته یې لیوالتیا لرله.

همدا راز الله جل جلاله د اهل قباء د ستاینې په اړه فرمایي:

ژباړه: په قبا کې داسې خلک شته دي، چې غواړي خپل ځانونه له ګناهونو او نجاستونو څخه پاک و ساتي او الله(ج) پکوالی او پاک ساتونکی دواړه خوښوي. (سورة التوبه 108) 

الله تعالی په قرآنکریم کې د نظافت په اړه داسې فرمایلي دي:

ژباړه: الله جل جلاله  توبه ایستونکي خوښوي او پاکوالي او نظافت ساتونکي خوښوي.(سورة البقره 222)

همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی علیه وسلم د نظافت په اړه فرمایلي دي:

ژباړه: الله(ج) ښایسته دی، ښایسته والی خوښوي، پاک دی پاکوالی خوښوي، سخي دی سخـاوت خوښوي، مهـربانه دی مهرباني خوښوي، خپل چاپېریال پاک وساتئ له یهودو سره مشابهت مه کوئ؛ کوم چې کثافت او چټلي په کورونو کې ټولوي او ساتي یې.

(سنن التزمذی) (111/5) 

که نبوي سنت تر څیړنې لاندې ونیسئ، نو په غوره توګه به څرګنده شي چې، د الله(ج) رسول(ص) ډیری ویناوې په هره برخه او هره کچه، که فردي پاکوالی وي یا چاپېریالي لکه کور، یا د خلکو د لارو او معابرو پاکوالی، خلک نظافت او پاکوالي ته هڅوي.