د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

الله(ج) ته خوښ او نا خوښ کارونه

عزیزي

 12191.jpg (1200 × 528)

الله (ج) په دې غصه کیږي، هغه څه چې وایی یې او عمل پرې نه کوئ! په دې پوره باور ولرئ چې، الله تعالی یو څه خوښ نه کړي نو هغه کار زموږ لپاره زیانمن دی او که یو څه خوښوي نو هغه کار زموږ لپاره ګټور دی.  دا چې الله(ج) کوم کارونه خوښوي او کوم کارونه نه خوښوي، دلته پرې بحث کوو: یو شمېر داسې کارونه شته دي چې زموږ عقل او وجدان یې هم د ښه او بد توپیر کولای شي، د بېلګې په توګه، دروغ ویل، د نورو خلکو ځورونه، تهمت، ناوړه خبرې کول، غیبت، غلا او ورته نور بد کارونه دي. خو برعکس مهرباني، درناوی، امانت ساتل، ریښتیا ویل او ... هغه کارونه دي چې زموږ وجدان او عقل یې هم ښه ګڼي. دویم  هغه کارونه دي چې، زموږ عقل یې د ښه والی او بد والی تر منځ توپیر نه شي کولای، دلته ده چې خدای(ج) موږ ته پیغمبران را لیږلي دي، څو د خدای(ج) خبرې موږ ته را زده او له ښو او بدو مو خبر کړي. دغه عملونه، کارونه او خبرې څه په قرآنکریم کې راغلې دي او څه بیا د پیغمبر(ص) په احادیثو کې موږته را پېژندل شوې دي، چې په وسیله یې موږ کولای شو له بدو کارونو ځان وساتو او ښه کارونه یې تعقیب کړو. د بېلګې په توګه: زموږ عقل نشي درک کولای چې ولې لمونځ ښه عمل دی، د سجدې، رکوع او نورو حرکتونو له ګټو یې نه یو خبر خو الله(ج) په قرآن کې لمونځ یو ښه کار بللی دی، چې د دې لامل ګرځي، څو بدو کارونو ته نېږدې نه شو. په قرآنکریم کې یو شمېر داسې آیتونه شته دي چې، موږ ته ښه او بد کارونه را پیژني، لکه بدګماني، غیبت او تجسس چې قرآنکریم ناوړه عملونه بللي دي او د نسا سورت په 36م آیت کې یې لارښونه کړې ده څو له دغو کارونو ځان وساتي.  ( اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له ډیرو بدو ګمانونو ډډه وکړئ، ځکه بد ګمانونه ګناه ده او هیڅ وخت د نورو خلکو په کارونو کې پلټنه مه کوئ، د هیچا غیبت مه کوئ، آیا یو له تاسو خوښوئ چې د خپل مړه ورور غوښه وخورئ؛ یقیناً چې تاسو دا کار نه کوئ، الهي تقوا خپله کړئ، ځکه چې خدای(ج) توبه قبلوونکی او مهربانه دی). په همدې توګه د نسا سورت په 36م آیت کې الله(ج) مسلمان له کبر او تکبر څخه منع کړي دي او دحج سورت په 38م آیت کې الله(ج) خیانت کوونکي او ناشکره خلک نه دي خوښ کړي. دغه راز الله(ج) هغه خبرې چې، عمل نه پرې کیږي، بد عمل ګڼلی دی او د صف سورت په دویم او دریم آیت کې یې ورته اشاره کړې ده چې: (الله(ج) په دې غصه کیږي، هغه چې وایی یې عمل نه پرې کوئ). نامحرمو ښځو ته کتل هم هغه بد عمل دی چې قرآنکریم ورته اشاره کوي او الله(ج) د نور سورت په30م آیت کې نامحرمو ښځو ته کتل منع کړي دي او فرمايي چې: (سترګې مو له هغه څه چې حرام دي وساتئ او نامحرمو ښځو او غیر اخلاقي صحنو ته له کتلو لیرې واوسئ!). نورو ته بې احترامي او له خلکو ځان لوی ګڼل هغه بل بد کار دی چې الله(ج) یې نه خوښوي، ځکه الله(ج) هر انسان له یوې نطفې خلق کړی دی، په انسانانو کې یې د لویۍ معیار تقوا او پرهیزګاري ښودلې ده. نبي کریم (ص) هم دې موضوع ده په احادیثو کې اشاره کړې او ویلي دي چې، هیڅ انسان د رنګ او ژبې له اړخه په بل انسان برتري نه لري، بلکې لويي او برتري یوازې په تقوا سره بېلولی شو. له مظلوم څخه ملاتړ نه کول او د ظالم لاسنیوی هغه بده کړنه ده چې، الله(ج) یې نه خوښوي او له ظالم څخه ملاتړ کوونکی یې رټلی دی. الله(ج) د مائده سورت په دویم آیت کې له ظالم څخه ملاتړ منع ګرځولی دی او فرمايي چې، ( او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مرسته مه كوئ او له الله(ج) څخه وېرېږئ، بېشكه الله(ج) ډېر سخت عذاب وركوونكى دى.)

په همدې توګه الله(ج) په خپل کتاب  قرآنکریم کې داسې کارونه موږ ته هم را پېژني چې غوره ګڼل کیږي.

له مور او پلار سره ښګیڼه کول هغه ښه کار دی چې، الله(ج) پرې ټینګار کړی دی او د احقاف سورت په 15م آیت کې ورته اشاره کوي او فرمايي چې،( او انسانانو ته مې له مور او پلار سره د نیکۍ په کولو امر کړی دی.)

زکات ورکول بل هغه غوره عمل دی چې، الله(ج) خوښ کړی دی او مسلمانانو ته یې امر کړی څو د خپل مال زکات اړمنو او نورو کسانو ته ورکړي.

الله(ج) د نور سورت په 56م آیت کې دې موضوع ته اشاره کړې ده او فرمايي چې، ( او لمونځ قایم کړئ، زکات ورکړئ او د خپل پیغمبر اطاعت وکړئ!)

نېکي او عدل بل هغه غوره عمل دی چې، الله(ج) پرې ټینګار کړی دی او لارښونه یې کړې ده چې، انسانان دې عدل او نیکي کولو ته پام وکړي.

د نحل سـورت په 75م آیت کې الله(ج) فرمايي: ( خدای(ج) تاسو نیکۍ او عدل ته رابولي).

د الله(ج) دخوښې بل کار دا دی چې، انسان په ځوانۍ کې له ګناهونو توبه وباسي او خلک د الله(ج) لوري ته را بولي. په همدې توګه د الله(ج) له ویرې اوښکې تویول هغه عمل دی چې، الله(ج) پرې خوښیږي او هغه زړه چې الله(ج) ته له ویرې او په عاجزۍ اوښکې تویوي غوره زړه دی.

نو اې مومنانو!

راځئ د الله(ج) په دین منګولي ولګوو، هغه عملونه چې، الله(ج) غوره بللي دي، خپل کړو او هغه عملونه چې الله(ج) رټلي او بد یې بللي دي ځان ترې وساتو، که دا کار وکړو نو لیرې نه ده چې، د الله(ج) رحمت به زموږ مل وي او د دنیا او آخرت بریاوې مو هم په برخه شي. د زړه له اخلاصه په نېکو عملونو منګولې ولګوئ او بد عملونه له خپل ذهن څخه وباسئ!