د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.02 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې چارې پیل شوې

12294.jpg (1820 × 1024)

د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د سن سکای ودانیز شرکت په مرسته د ښار په مرکزي برخه کې د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني وویل: د دې څلورلارې د بیارغولو څخه موخه، د ښاري ښکلا رامنځته کول او د تاریخي ارزښتونو ساتل دي؛ ځکه ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لید کې غوره بدلون راولي. دغه راز د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې هکله وویل: د یادې څلورلارې د بیارغونې په چارو کې د اوبو د یوې نوې دوراني فوارې نصبول، د پخوانیو فوارو بیارغونه، دکاسې چپس کاري، د څلورلارې رنګول، د کټاړو او پلو لارو بیارغونه او د څراغونو نصبول شامل دي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، د لویو ټولګټو پروژو د پلي کولو ترڅنګ له عامه تاسیساتو او ملي شتمنیو څخه هم ساتنه وکړي