د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

18 سرطان 1403

12438.jpg (1820 × 1024)

د کار د کیفیت او چټکتیا د تضمین په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د قلعه زمان خان شپېته متره سړک، د احمد شاه بابا مېنې د (۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶ م) بلاک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک، د رحمن مېنې د E برخې له سړک، له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک او په کارته نو سیمه کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، تر کار لاندې پروژې باید په ټاکلي وخت بشپړې او له پروژو څخه دې دوامداره څارنې ترسره شي. دغه راز نوموړي مسئولینو ته په ټینګار سره وویل چې، په دندو کې هر ډول ناغېړي او غفلت د منلو وړ نه دی، د پروژو د چارو د بشپړېدو په موخه دې له شته فرصتونو څخه سمه ګټه واخیستل شي او د پروژو د پلي کېدو په برخه کې دې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي. د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه د کابل ښاروال څارنې دا په ډاګه کوي چې، د آبادۍ او د کابل ښار د تلپاتې ودې په برخه کې پیاوړې اراده  شتون لري او دا ډول څارنې کابل ښاریان یوه سوکاله او پرمختللي کابل ښار ته هیله من کوي