د کابل ښاروالۍ له خوا د اوولسمې ناحیې اړوند د ۹۱ فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې د جوړولو چارې، د یوه منظم او معیاري استوګنیز چاپېریال د رامنځته کولو په موخه روانې دي.
د دې پروژې په دویمه برخه کې چې، په ټولیزه توګه ۲۳۵۰۰ متر مربع مساحت لري، د تهکوۍ په ګډون د ۶ لس پوړیزو استوګنیزو بلاکونو جوړول شامل دي.
دغه راز د ساتونکي خونې، د زرغونوسیمو، پلیو لارو، د وسایطو تمځای او وړکتون جوړول، د ښاري برېښنا او لمریزې برېښنا سیستم، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم، د اور وژنې تأسیسات او نور اړین ښاري خدمتونه اوآسانتیاوې د دې پروژې له مهمو برخو څخه دي.
ټاکل شوې ده چې، د یادو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې د تخنیکي او ودانیزو معیارونو او ټاکل شوي کاري مهالوېش له مخې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په راتلونکي یو کال کې بشپړې شي.
د دې پروژې طرحه او ډیزاین د کابل ښاروالۍ د ښاري بیا تنظیم او پراختیا ریاست له خوا چمتو شوی دی. د یاد ریاست مسئولین وايي، چې د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري پراختیا له نوې تګلارې څخه په ګټې اخیستنې سره به د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم ورته پروژې طرحه او پلې شي.
د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره به د مناسبو استوګنځایونو د برابرولو، له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا، د ښاري ښکلا د زیاتوالي او د منظم او معیاري استوګنیزچاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په پلاني د غیرپلاني سیمو د بدلولو زمینه برابره شي.
یاده پروژه د یوه منظم، دوامداره او د ژوند کولو لپاره د مناسب ښار د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د پراختیايي برنامو په چوکاټ کې پلې کېږي او د پاتې برخو د جوړولو چارې به یې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، انشاءالله بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې، د یادو بلاکونو په هر پوړ کې (۶) آپارتمانونو او په ټولیزه توګه د ۳۶۰ آپارتمانونو جوړول په پام کې نیول شوي دي.
د ۹۱ فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي
11 عقرب 1405


