
د مدیریتي ظرفیت لوړولو، د حقوقي پوهې پیاوړتیا او د اداري اجراآتو د کیفیت د ښه والي په موخه، (مدیریتي مهارتونه او حقوقي موضوعات) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د کابل ښاروالۍ د مرکزي او ناحیو ریاستونو آمرینو ته جوړ شوی ؤ، د تخصصي روزنیزو برنامو له وړاندې کولو وروسته پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ حقوقي سلاکار حیاتالله حیات او د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطایي د ورکشاپ ګډونوالو ته د مدیریتي مهارتونو، د اغېزمنو پرېکړو لارو چارو، د اداري ستونزو د حل، د ښاریانو د حقونو د رعایت، د اصولو او مقرراتو د پلي کولو، روڼتیا او حساب ورکونې اړوند موضوعاتو باندې رڼا واچوله.
دغه روزنیزورکشاپ مسئولینو او د ادارو آمرینو ته زمینه برابره کړه، څو د غوره مدیریت، مسئولیت منلو او اداري چارو ته د اغېزمنې رسېدنې له لارو چارو سره بلدتیا پیدا او په مدیریتي او حقوقي برخو کې خپله مسلکي پوهه او تجربې پیاوړې کړي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت ڼینګار کوي او وایي چې، د دا ډول روزنیزو برنامو جوړول د اداري پړاوونو د معیاري کولو، د اجراآتو د اغېزمنتیا د زیاتوالي او د ښاري خدمتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې د خپلو دوامداره هڅو یوه برخه بولي، څو له دې لارې ښاریانو ته روڼ، منظم او پر خپل وخت خدمتونه وړاندې شي.
د کابل ښاروالۍ د آمرینو لپاره د مدیریتي مهارتونو او حقوقي موضوعاتو په اړه روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
10 عقرب 1405


