د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال ساتنې نړیوالي اونې په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پيغام

ګرانو هېوادوالو! راځئ چې خپل او د راتلونکي نسلونو ژوند وغځو
چاپیریال ساتنه لکه څنګه یې چې له نوم څخه څرګندیږي د ژوند چاپیریال ته ویل کیږی، که په ټولیزه توګه د ژوند چاپيریال ته نظر وکړو نو ویلي شو چې د ځمکي کره د ټولو هغو مخلوقاتو پخاطر ده چې په کې ژوند کوی لکه انسانان،حیوانان،الوتونکي،کبان او حشرات او داسي نور...... خو انسان چې د نورو په پرتله له شعور څخه برخمن دي تر ډیره بریده ترې هیله کیږی ترڅو د ژوند چاپیریال اصول په پام کې ونیسي. که چیرته انسانان د دي لامل شي چې د ژوند چاپيریال ته ترې خطر محسوس شي نو د ځمکي نور اوسیدونکو ته هم ترې خطر پیښیږي او د ژوند چاپیریال کې ستونزي رامنځته کیږي چې په دي سره ژوند له ګواښونو سره مخ کیږي او د ژوند چاپيریال د بدلون له امله به تدریجي مرګونه د بشریت لمن ونیسي.
ټول په دي پوهیږو چې ککړ چاپیریال د ژوند له پاره ممکن ندي او نه ورته د ژوند چاپيریال ویلي شوځکه هر هغه ځاي کې چې ژوند له ګواښ سره مخ شي د ژوند چاپیریال ندي نو د ژوند چاپيریال هغه ځاي ته ویلي شو چې ژوند پکې په سکون وي او د هر ساه لرونکي لپاره د ډاډ وړ وي.
د تولیداتو ډیروالي او د هوسایني لپاره د سوزنده توکو څخه ګټه اخیستنه د چاپيریال په ککړتیا کې رول لری، د دریمي نړۍ هیوادونو کې چې د ژوند چاپیریال قوانینو ته ډیره پاملرنه نه کیږي او له بل اړخه د ژوند چاپيریال ساتني بحث دلته نوي دي، نو د ځمکي د ګرمیدو له وجي د خطر احساس کیږی، مګر له نیکمرغه زمونږ د هېواد جغرافیوي موقعیت د خطر احساس کم کړي او ښایسته هوا یی نور هم ښکلي کړي ترڅو خوندې پاتي شي.له بدمرغه که د ژوند چاپیریال ته د کورنۍ نه پیل بیا تر ټولنې پوري جدي پاملرنه ونشي او ښاریان خپل مسولیت په سمه توګه ترسره نکړي نو د ځکمي کوري له ګرمیدو سره همدارنګه د هېواد جغرافیوي موقعیت ته په کتو د زیان امکان ډیر ده.
نو پکار ده چې د دي خاوریني نړۍ هر اوسیدونکې د ژوند چاپیریال ساتني ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو د بشر ژوند خوندي پاتي شي او ژوند وغځیږي.
د ښه او هوسا ژوند چاپریال په هېله او همدارنګه ټولو هغو کسانو ته چې په دي برخه کې کار کوي او ټول هغه هیوداوال چې د ژوند چاپریال قوانینو ته پاملرنه کوي مبارکي وایو.