د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.80 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دوام لري

17 اسد 1403

12675.jpg (1820 × 1024)

 د ځمکو د اقتصادي ودې په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د بهزاد سینما په سیمه کې د وچې میوې لپاره  د ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دوام لري. دغه مارکېټ په (۵۲۹۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون، په دوه پوړونو او (۵) بلاکونو کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور ( قراردادي شرکت) په مرسته د یوه کال په موده کې په اساسي توګه جوړېږي. د دې مارکېټ په ډیزاین کې د ښاري او لمریزې برښنا، د ننوتلو او وتلو دروازو، اور وژنې سیستم، جومات، تشنابونو او نورې اړینې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. قراردادي شرکت به د دې مارکېټ د جوړولو په بدل کې د قرارداد له مخې د ۲۰ کلونو لپاره له متشبثینو څخه د هرې هټۍ په بدل کې کرایه اخلي او  کابل ښاروالۍ ته به د هټیو دولتي کرایه ورکوي. یو شمېر متشبثینو د کابل ښاروالۍ له دې اقدام څخه هرکلی کړی او دا کار یې د وچې میوې لپاره د ځانګړي بازار په برخه کې ارزښتناک او بې مخینې بللی دی. دیادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ به له ۲٠ کلونو وروسته د دغه مارکیټ د بیا ځلي قرارداد په اړه تصمیم ونیسي