لکه څنګه چې لیدل کیږي په دي وروستيو کې په کابل ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیه بی حده لوړه شوی او دا د دي لامل کیږي چې زمونږ یو شمېرفقیر هېوادول ونه شي کړي د اختر خوښیو لمانځلو لپاره خپل د اړتیا وړ توکي واخلي. نو په دي خاطر د کابل ښار له ټولو اصنافو او هټیوالو څخه هېله کیږي چې د خوراکې توکو بیه لوړه نکړئ او په دي سره خپله دیني،اخلاقي، ټولنیزه وجیه چې له نورو سره مرسته او مدد ده اثبات ته ورسوي تر څو ثواب وګټي او د ستر رب رضایت ترلاسه کړي. تاسي د قناعت اصل ته په کتو او د حلالې ګټي ترلاسه کولوسره د خوراکي توکو د بیې نه لوړیدو په صورت کې د ښار په زرګونو فقیرو کورنیو سره مرسته کوي چې د اختر دسترخوانونه یې رنګین او د ماشومانو تن یې په ښکلو جامو ښکلا پیدا کړي
د کابل ښار له اصنافو او هټیوالو څخه د کابل ښاروالۍ سرپرست غوښتنه