1- مرګ بې خبره ملګری دی.
2- دین خزانه او علم د دې لاره.
3- په زده کړه شرم مه کوه.
4- د پرهیز ګارۍ څخه بل غوره عزت نشته.
5- عالم هغه دی چې، په خپل علم عمل وکړي.
6- د فاسق بدي بیانول غیبت دی.
7- بې عقلي ډېره غریبي ده.
8- د انسان ترټولو لوی دښمن د هغه خېټه ده.
9- د هر چا د ایمان معلومات د هغه له وعدو څخه ترلاسه کېږي.
10- ترټولو لوی خیانت د قوم سره غداري ده.
11- که ته د خپل ملګري لیدو ته ځې نو پیوندي جامې واغونده، شکېدلې او زړې څپلکې په پښو کړه، هیلې کمې کړه او خېټه مه ډکوه.
12- سترګې د شیطان جال دی.
13- که ځان سردار جوړول غواړې نو د بدۍ په مقابل کې نېکي کوه.
14- هيڅ څوک کم مه بوله.
15- هغه مړۍ غوره ده چې په خپل محنت سره ګټل شوې وي.
16- څوک چې خپلې اړتیاوې زیاتوي، تل به د محرومیدو په غم کې وي.
17- د ګناه څخه پرته ، له بل شي مه ویریږه.
18- یوازې د الله (ج) څخه هیله او امید لره.
19- په عادت غالبېدل فضیلت دی.
20- د ذلت له قبلولو څخه دا غوره ده چې، تکلیف قبول کړې.
21- بد عادت یو زورور دښمن دی مګر خواهش قبلول سړی هلاک کوي.
22- څوک چې خپل قدر خپله ونکړي، بل یې هم قدر نه کوي.
23- چپوالی د عالم له پاره زر دي او د جاهل لپاره پرده ده.
24- عقل مند تل په غور او فکر کې وي.
25- د نورو په حال غور کول نصیحت دی.
26- په خوشحالۍ له چا سره مخ کېدل، لومړۍ نېکي ده.
27- د مظلوم د ښیرا څخه ځان وژغوره، ځکه چې دا ښیرا آسمان ته د شغلې په څېر ځي.
28- پرسخاوت احسان کول کم عقلي دی.
29- د چا چې هیلې وړې وي، د هغه عمل صحیح وي.