الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سرای شمالي د زورآباد په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه پلي کېږي

13 جوزا 1405


په پلاني د غیرپلاني سیمو د بدلېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري تنظیم او بیا پراختیا ریاست د څلورمې ناحیې اړوند د ( ۷ب) ګذر د سرای شمالي په زورآباد سیمه کې د املاکي پلان د جوړولو لپاره تخنیکي سروې پیل کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د ښاري بیا پراختیا له پروژو څخه یوه په همدې سیمه کې پلي شي، چې شاوخوا ۷۴.۳۵ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې نیسي.
کابل ښاروالۍ د عصري ښاري معیارونو مطابق د نویو استوګنځایونو جوړولو، په پلاني د غیرپلاني سیمو بدلولو او د دوامدارې ښاري پراختیا په موخه، هوډ لري چې د ځمکې د استملاک پر ځای له نوېو او پرمختللو لارو چارو، لکه د ځمکې بیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا څخه د کابل ښار د ودې لپاره کار واخلي.
د ځمکې بیا تنظیم او ښاري پراختیا هغه اغېزمنې لارې دي چې، د کابل ښار د پراختیا او پلان جوړونې په برخه کې د ځمکې د استملاک مناسب بدیل کېدای شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري تنظیم او بیا پراختیا ریاست په پام کې لري چې، د کابل ښار د ماسټر پلان په چوکاټ کې پرتې غیرپلاني سیمې د یادو شویو لارو چارو له لارې د پراختیايي پروژو تر پوښښ لاندې راولي او د اړینو تخنیکي پلانونو له چمتو کولو وروسته په بېلابېلو سیمو کې ګڼې پراختیايي پروژې عملي کړي.
د دې سیمې د سروې او املاکي پلان د جوړولو چارې به د څلورمې ناحیې له ریاست سره په همغږۍ ډېر ژر بشپړې او د پراختیايي پلان له طرحې او منظورۍ وروسته به د پروژې عملي چارې پیل شي.