الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د امید سبز او ګلباغ د سړک جوړونې له پروژو څخه څارنه وکړه

2 جوزا 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني، د ګلباغ سړک د دویمې او درېیمې برخې د سړک جوړونې له پروژوڅارنه وکړه او د کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا په برخه کې یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
کابل ښاروال د دې لیدنې په ترڅ کې د پروژو په پلي کولو کې د تخنیکي معیارونو په رعایتولو ټینګار وکړ او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې، د پروژو په چارو کې ناغیړي ونه کړي او د پروژو ټول پړاونه په دقت او مسئولیت پر مخ یوسي.
نوموړي څرګنده کړه چې، کیفیت او روڼتیا په جدي توګه تر څارنو لاندې دي او هېڅ ډول بې کیفیته کار د منلو وړ نه دی او د لیدنې په صورت کې به بېرته ویجاړشي.
کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو او د تخنیکي سندوونو او معیارونو له مخې دې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړې.
دغه راز نوموړي د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې پروژو له ټولو کاري پړاوونو څخه دې فني او تخنیکي څارنې ترسره او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې په عمل کې پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې، له دغو څارنو څخه موخه د پروژو د کیفیت تضمین، له ځنډ څخه مخنیوی او د چارو پر وخت ترسره کېدل دي