د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.27 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.020 افغانی
1 کلدار 236.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اسلام کې د جوماتونو جوړول

استاد محمد امین

13023.jpg (2500 × 1100)

د تاریخ له مطالعې څخه جوتیږي چــې، کعبــه  شريفه لس ځلــې ودانــه شـوې او پــه ځينې تاریخــي روایاتــو کــې راغلــي چــې، کعبــه شريفه  12ځلي رغول شوې ده.  لومـړی د پریښـتو لخـوا، بیـا د آدم علیـه السلام، شـیث بــن آدم، ابراهیــم او اســماعیل علیهــم السلام ، عمالقـه، بنــو جرهـم، قصـي بـن کلاب، قریـش، عبداللـه بـن زبیـر (65 هـ ق) او حجـاج بـن یوسـف (74 هـ ق).  لومــړی ځــل ملایکــو ودانــه کــړې ده، لـه پریښـتو وروسـته آدم علیـه السلام لـه سـره بیـا رغولـې ده، د نــوح علیــه السلام پــه طوفــان کــې بیا ونړېـده، نـو ډېـر کلونـه وروسـته ابراهیـم علیـه السلام او د هغـه زوی اسـماعیل علیـه السلام بیا جـوړه کـړه، چـې له هغـه څخه پـه قـرآن کریـم کې هم یادونـه شوې ده.  اللـه(ج) فرمایـي: ژباړه:« او د هغـه وخـت تصـور وکـړه، کلـه چـې ابراهیـم(ع) د دې کـور تهدابونـه لـوړول او اسـماعیل علیـه السلام هـم ورسـره و، دواړو وویـل: اې زمـوږ ربـه! لـه مـوږ څخه دا خدمـت قبـول کـړه، بېشـکه یـوازې او یـوازې تـه د هـر څه اورېدونکـی، ښه پـوه یـې!»  همدا شــان کله چــې قریشــو د بیــت اللــه شریف د جوړولــو هــوډ وکــړ، نــو رسـول اللـه صلـی اللـه علیـه وسـلم هـم پـه هغـه کـې فعـال ګـډون درلـود. کلـه چـې د حجـر اسـود پـه سـر لانجـه راولاړه شـوه، هغـه یـې هـم پـه خپـل غـوره تدبیـر سـره هـواره کـړه. هغـه مهـال چـې رسـول اللـه صلـی اللـه علیـه وسـلم پـه بعثـت او رسـالت مبعـوث شـو، دعـوت یـې پيـل کـړ، ډېـرو وګـړو ايمـان راوړ او ډېــر یــې پــر ضــد ودرېدل، نــو هغــو پــه ظلمونــو لاس پــورې کــړ، هماغــه وو، چــې هغــه تــه د هجــرت اذن اجــازه وشـوه او مدینـې منـورې تـه یـې هجـرت وکـړ، لومـړی یـې پــه قبــاء کــې د جومات ډبــره کېښــوده، څــو د مســلمانانو لپــاره د راټولېـدو ، مهمـو پرېکـړو ترسره کولـو او د لمانځـه اداء کولـو ته ځـای پیدا شي. د جوماتونو جـوړول ډېـرې موخې او اهـداف لـري، رسـول اللـه صلـی اللـه علیـه وسـلم چـې لـه قبـاء څخـه مدینـې تـه ولاړ، هلتـه یـې لـه هـر څـه مخکـې د نبـوي مسـجد بنسـټ کېښـود، اصحابـو کرامـو رضـی اللـه عنهـم او پـه خپلـه رسـول الله صلـی اللـه علیـه وسـلم تیـږې راوړلـې او جومات یـې پـرې جوړاوه، څـو د اسلامي دولـت بنسټ نور هم کلک شـي او رڼـا یـې د نـړۍ تـر ګوټ ګوټ پـورې ورسـېږي. همــدا جوماتونه د مســلمانانو د راټولېــدو ځایونــه دي، دلتــه د هغــو د ژونــد او ځواک مهمــې پرېکــړې کېــږي. د جوماتونــو جوړولــو پــه اړه رســول اللــه صلــی اللــه علیــه وســلم ډېــرې خــوږې وینــاوې کــړې دي. د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حديث ژبـاړه: (چـا چـې د اللـه جـل جلالـه د رضـا لپـاره جومـات جـوړ کـړ، اللـه جـل جلالــه بــه هغــه تــه جنــت کــې یــو کــور ودان کــړي) (متفــق علیـه) . پــه اسـلام کــې جـومــات جــوړول او د هغــه خدمــت او ترې ســاتنـه ډیر اهـمیــت لــري. نو اړتیا ده چې، زمــوږ د هېــواد ټــول ځایـونــه پـه جوماتونو سـره ښــکلی شــي، ډېــری حکومـتـي ادارې سـترې ســترې احـاطــې او ودانۍ لــري، ولــې جـومــات پــه کــې نــه وي، بایــد هـلتــه جـومــات ودان شــي. 

د اسلام په تاريخ کې موږ د جوماتونو په هکله دغه لومړيتوبونه لرو:

1- مسجد قباء لومړی جومات دی چې رسول الله صلی عليه وسلم يې بنسټ اېښی ده.

2- تميم الدارمي لومړی صحابي و چې نبوي جومات يې روښانه کړ، او نبي صلی عليه وسلم ورته وويل: 

تا زموږ جومات روښانه کړ، الله(ج) دې پر تا هم روښنایي راولي.

3- عقبة بن الازرق لومړی کس و، چې طواف کوونکو ته يې د حرم  جومات روښانه کړ. کور يې د حرم  جومات ته ورڅېرمه و، نو کله به یې چې دخپل کور ډېوه روښانه کړه ، دکعبې مخ به هم روښانه شو.

4- عمر رضی الله عنه لومړی شخص و، چې نبوی جومات يې په شګو فرش کړ.