د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څنګه له پیغمبر(ص) سره مینه وکړو؟

13057.jpg (2500 × 1100)

عزیزي

پیغمبر(ص)فرمايي:(( چا چې له ماسره مینه وکړه  هغه به له ما سره په جنت کې وي.))

له رسول اللّه(ص) سره مینه د مسلمان د ایمان په قوت پورې تړلې ده، يعنې هر څومره چې د هغه ايمان قوي شي هغومره به يې له رسول الله(ص) سره مينه ډېره وي، ځکه په اسلامي روایاتو کې له پیغمبر(ص) سره مینه واجب ګڼل شوې ده.

له انس(رض) څخه روایت دی چې، رسول اللّه(ص) وفرمایل: (( له تاسو څخه هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلای تر څو چې له خپل پلار، زوی او ټولو خلکو څخه له ما سره زیاته مینه ونه کړي)).

دا يو څـرګند حقيقت دی، چـې  لـه نبي عليه الصلاة والسلام مبارک سره مينه او محبت د ايمان ستره نښه ده .

الله(ج) د هغه مبارک په اړه د احزاب سورت په شپږم آیت کې فرمايلي دي: ژباړه: نبي (ص) مؤمنانو ته د هغوی له ځانونو غوره دی.

 مومنان به تر خپلو نفسي غوښتنو،  د هغه مبارک غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي، خپل ځانونه به د پیغمبر(ص) د خونديتوب  له پاره  ډال جوړوي  او تر هر چا به ډیره مینه ورسره کوي.

د اسلام درېيم  خليفه حضرت عمر (رض)  نبي کریم(ص) ته وویل: اې د اللّه رسوله! ته ماته له ځان نه پرته تر هر شي زيات محبوب يې. هغه مبارک  ورته و فرمايل: نه، زما دې قسم وي په هغه اللّه، چې زما روح د هغه په لاس کې دی، څو چې له ځان څخه نه يم در ته ګران شوی، عمر(رض) ورته وويل : همدا اوس په اللّه قسم کوم چې راته له ځان څخه هم غوره يې. نبی عليه الصلاة والسلام مبارک ورته و فرمايل: عمره، اوس نو کامل مومن شوې.

له حضرت علی(رض) و پوښتل شول چې، تاسو له رسول الله علیه الصلاة والسلام مبارک سره څومره مينه لرئ؟ هغه مبارک ورته وویل: تر ځان، پلار، اولاد، او هر څه مو ور سره مينه زياته ده. 

که څوک وايي چې، نبي عليه الصلاة والسلام ماته تر ځان، مور، پلار او… را نږدې او په زړه کې مې ځای لري، هغه وخت به رښتينی وي، چې د ژوند کړه وړه يې د هغه مبارک د سنتو تر اغېز لاندې او په صورت او سيرت کې يې د هغه مبارک(ص) لاره تعقيب کړې وې. اوس نو په زغرده ويلی شو چې، نوموړی له هغه (علیه الصلاة والسلام) مبارک سره د پوره مينې، خلوص، محبت، الفت او مودت څښتن دی.

په  یوه بل حدیث شریف کې رسول اکرم(ص) فرمايي: ((چا چې زما سنت را ژوندي کړل، هغه له ما سره مینه وکړه او چا چې له ما سره مینه وکړه هغه به له ما سره په جنت کې وي)).

په همدې توګه اللّه تعالی(ج) د آل عمران سورت په 31م آیت کې فرمايي: ((ووایه خلکو ته ای پیغمبره (ص) !که چیرته تاسې له اللّه سره مینه لرئ نو زما تابعداري وکړئ، اللّه به تاسې سره مینه وکړي.)).

د بشریت ستر لارښود له خپلو پیروانو سره بې حده مینه لرله.

له ابو هریره(رض) څخه روایت دی چې، رسول الله(ص) وفرمایل: ((هر نبي یوه قبوله شوې دعا لري، چې هغه به یې کوي، خو زه غواړم دا دعا آخرت ته پرېږدم، چې هلته یې د خپل امت د شفاعت له پاره وکړم)). 

يوه ورځ رسول الله(ص) وژړل، یو چا ترې وپوښتل: اى د الله رسوله! څه شي و ژړولې؟ ويې ويل: مينه وال مې را په زړه شول. ورته يې وويل: آيا موږ ستا مينه وال نه يو؟ و يې ويل: نه، تاسې مې اصحاب يا ملگري یاست، مينه وال مې هغه كسان دي چې، له ما وروسته راځي زه به يې نه يم ليدلئ ،خو ايمان به راباندې راوړي.

د دې حدیث یو مطلب داسي هم بیان شوی چې، هر نبي د خپل ځان لپاره یوه مستجابه او قبوله شوې دعا لرله، خو زه هغه دعا آخرت ته د خپل امت د شفاعت لپاره پرېږدم. په همدې توګه  له دې حدیث شریف څخه څرګندېږي چې، رسول الله(ص) له خپل امت سره ډېره مینه لرله او د هغوی د دنیا او آخرت د بریالیتوب هیله یې کوله.

نو دا چې هغه(ص) له موږ سره دومره بې کچې مینه لرله، اړتیا دا ده چې موږ هم له نبي کریم(ص) سره بې کچې مینه وکړو.

له اللّه تعالی او د هغه  د رسول صلی اللّه علیه وسلم سره د مینې د اظهار یوازینۍ لار د پيغمبر علیه السلام  په سنتو عمل کول دي، نه په خوله ویل  چې زه د اللّه او رسول سره ډیره مینه لرم، خو عملونه یی ټول د پیغمبر علیه السلام د طریقو خلاف وي. موږ نن سبا ګورو ډیر داسې خلک شته دي چې ځان ته د نبي کریم(ص) عاشق وايي، خو کارونه یې ټول بدعت او خرافاتي دي او پیغمبر(ص) د بدعت په اړه فرمايي:((په دین کې هر نوی کار ګمراهي ده او هره ګمراهي سړی د اور خواته بیایي)).

 نو د هر نیک کار د قبلېدو لپاره دوه شیان ډیر مهم دي، اول نیت چې خاص د اللّه لپاره وي او دویم دا چې د پیغمبر علیه السلام په طریقه وي، که هغه هر څومره لږ هم وي.

نو که چیرته یو څوک ځان ته مسلمان وایي او دا دعوه کوي چې، د پيغمبر علیه السلام سره ډیره مینه لري نو باید د ژوند په هر کار، هر وخت، هر ځای، غم او خوشحالۍ او په هر حالت کې د هغه صلی اللّه علیه وسلم سنت او لاره تعقیب کړي. 

همدا له رسول الّله(ص) سره پاکه او ریښتینې مینه ده. اللّه(ج) دې موږ او تاسو ټول د رسول اللّه(ص) له رښتينو مينه والو څخه وگرځوي.