چمتوکوونکی: الیاس
تر ټولو د مخه باید دې ټکي ته پام وشي چې، له یوه شخص سره ملګرتیا او دوستي کول باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء په خاطر وي، ځکه کومه ملګرتیا او دوستي چې د الله(ج) د رضاء لپاره وي، هغه واقعي ملګرتیا ده، خو هغه ملګرتیا چې بیا د یوې موخې او یا خو د یو شي د ترلاسه کولو لپاره وي، هغه ټوله مجازی ملګرتیا ده چې هیڅکله هم د ډېر وخت لپاره دوام نه کوي.
دلته د یوه ښه ملګري او ښې ملګرتیا په هکله یو څو ټکو ته اشاره شوې چې، د ګرانو لوستونکو پام ورته را اړوو:
1- ښه ملګری هغه څوک دی چې، د سختۍ او غم پر وخت تاسې یوازې پرېنږدي، د ښې ورځې یاران او ملګري خو زیات وي، خو واقعي ملګری هغه چا ته وایي چې، د ستونزو او نورو ناخوالو پر وخت تاسو سره مرسته او لاسنیوی مو وکړي.
2- ښه ملګری به تاسو هر وخت نېکو کارونو، او بد ملګری به تاسو هروخت د بدو کارونو ترسره کولو ته هڅوي.
3- ښه ملګری د پاکې هندارې په څېر وي، چې تاسو به هر وخت خپلو تېروتنو ته ځیر کړي او هغه به په یوه غوره طریقه او په مناسب وخت کې در په ګوته کړي.
4- ښه ملګری به تل تاسو په خوشحالۍ، خوشحاله او په خپګان به مو خپه وي، او ستاسو خپګان، د خپل ځان خپګان، تاسو خوشحالي د خپل ځان خوشحالي او ستاسو عزت د خپل ځان عزت وګڼی.
5- ښه ملګري یو له بل سره هیڅکله بې ځایه بحثونه او دعوې نکوي، ځکه دغه شان کړنې بیا د ملګرو په منځ کې مینه او درناوی له منځه وړي او په ځای یې خپګان را منځته کوي.
6- ښه ملګري د نورو خلکو په مخ کې له خپلو نورو ملګرو سره بې خونده او بې ځایه ټوکې نکوي، ځکه دغه شان بېځایه ټوکې، د ملګرو تر منځ احترام له منځه وړی او ډیری وخت د ډېر سخت خپګان لامل ګرځي، چې ښې بېلګې یې تر سترګو شوې هم دي.
8- ښه ملګري تل خپل مالي حسابونه په خپلو کې ښه پاک ساتي، ځکه یو متل دی چې وایي: وروري به کوو، خو حساب تر منځه.
9- ښه ملګری په خپل ملګري شک نکوي، ځکه شک کول ګناه ده او ډیری وخت هغه په وروستیو کې غلط ثابت شي.
10- ښه ملګری هیڅکله له خپل ملګري سره په غلطۍ قدم نه وهي، د هغه عزت، خپل عزت او د هغه سپکوالی، خپل سپکوالی ګڼي.
11- ښه ملګری باید ډېر ځیرک او هوښیار وي، هغه خبره چې له بې عقله دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی، ډېره پرځای خبره ده.
12- ښه ملګری هیڅکله بل ملګري ته دروغ نه وایي، هڅه وکړئ چه له دروغجن سړي سره ملګرتیا ونکړئ!