عزیزي
د ربیع الاول دوولسم د حضرت محمد(ص) د میلاد له ورځې سره برابره ده. حضرت محمد(ص) د عبدالله زوی په 570 میلادي کال کې او د ربیع الاول میاشتې په دوولسمه شاوخوا 1445 کلونه مخکې په مکه معظمه کې وزېږېد.
د هغه مبارک مور بي بي امنه نومېده او د بني هاشم په قبیلې پورې یې تړاو درلود.
حضرت محمد(ص) په تورات او نورو آسماني کتابونو کې د «احمد» په نوم یاد شوی او مور یې هم مخکې له دې چې د عبدالمطلب له خوا پرې نوم کېښودل شي، د احمد په نوم یاداوه.
پر ځمکه د الله(ج) دې وروستي پیغمبر نړۍ ته د انسانیت، وروګلوۍ او له تورتمونو څخه د رڼا په لور زیري راوړل او انسانان یې د جهالت دورې له تورتمونو او ظلمونو وژغورل.
د بشریت د ستر لارښود او په تیارو کې د رڼا د ځليدونکي ستوري پیغمبر(ص) سیرت لوستل او د هغه له ژوند څخه خبرېدل نه یوازې دا چې مسلمانان د خپل پیغمبر له ژوند څخه خبروي، بلکې په لوستلو سره یې مسلمانان د واقعي ژوند، مبارزې، مینې، ورورولۍ، تقوا او مېړانې درسونه هم زده کولای شي.
د سیرت په ویلو سره د اسلام له تاریخ څخه خبریږو، مهمې فتحې او مبارزې پیژنو او په فتوحاتو کې د پیغمبر(ص) او د هغه د یارانو د بریالیتوبونو په راز پوهیږو.
د بېلګې په توګه، د پیغمبر(ص) له سیرت څخه موږ دا زده کولای شو چې، څنګه د احد په غزوه کې کم شمیر مسلمانانو په مشرکانو غلبه وکړه، حال دا چې د مسلمانانو شمېر اوه سوه تنه وو او د مشرکانو شمېر درې زره تنو ته رسېده؟
په همدې توګه دسيرت په لوستلو سره د اسلام مینه زړه ته ننوزي او موږ ته دا ښيي چې، له اسلام سره واقعي مینه له مال او ځان څخه تېرېدنې ته اړتیا لري.
د پیغمبر(ص) د سیرت په لوستلو سره انسان دې ته هڅیږي، څو د اسلام دین لا ډیر مطالعه کړي، د نبوي سیرت د لوستلو سربېره د اصحابو کیسې ولولي، ځکه چې د اسلام ټولې تاریخي پیښې له خورا ټکرونو، سفرونو، فتوحاتو او... ورته نورو سره مل دي.
دغه راز کله چې څوک یو ځل سیرت نبوي ولولي، زړه یې غواړي چې عبادت وکړي، الله(ج) ته د خپلو ګناهونو توبه وباسي او انسان ژمنې او هوډ ته هڅوي.
د پیغمبر(ص) د ژوند د څرنګوالي په پوهېدو سره انسان د مهربانۍ راز زده کوي، په واقعي معنی مهرباني زده کوي او د ظلم پر وړاندې انسان مبارزې ته هڅوي.
د بېلګې په توګه، یو ځل د خرما ونې، هغه چې ده مبارک به ورته ډډه لږوله، په ژړا پیل وکړ، او د نبوي فراق او بېلتون له کبله د ونې ډډ نور چوپ پاتې نشو، تر دې چې زموږ مهربانه پیغمبر(ص) دغه ونه په غېږ کې نیسي، او بیا فرمايي: که مې غاړه نه وای ورکړې، نو تر قیامته پورې به تاسې د دې ونې ژړا او انګولا اورېدله. نو کله چې ونه ورسره مینه لري، له دې څرګندېږي چې، پیمغبر(ص) د الله(ج) له نورو مخلوقاتو سره هم مینه لرله او برعکس د الله(ج) نورو مخلوقاتو هم له پیغمبر(ص) سره بې کچې مينه درلودله.
دسيرت په لوستلو سره مسلمان ځان پیژني او پوهیږي چې زه څوک یم، د څه لپاره پیدا یم، څه باید وکړم، کومه لاره غوره کړم او داسې نور ...
په همدې توګه د سیرت په لوستلو سره د ستونزو پر وړاندې مبارزه کول زده کولای شو، که د نبي کریم(ص) فتوحات د اصحابو سختۍ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام دین په رسولو کې پیغمبر(ص) او د هغه د یارانو ستونزې او تکلیفونه وپېژنو، نو بیا دا مبارزه موږ ته هم قوت راکوي او په ژوند کې د ستونزو پر وړاندې د مبارزې چل زده کولای شو.
انسان ډیری وخت یو شمېر ننګونې عصبي کوي، خپل د زړه او وجود توازن بایلي او بالاخره عصبي کېدل ورته خورا ډیرې ستونزې را ولاړوي، خو د سیرت په لوستلو سره زموږ ایمان قوت پیدا کوي او حوصله مو ډیریږي.
د حضرت انس(رضي الله عنه) څخه روایت دي چې، و یې فرمایل: یو ځل نبي علیه الصلاة والسلام په لاره تېرېده او ویې لیدل چې یوه ښځه د قبر ترڅنګ ناسته ده او ژاړي؛ نو ورته ېې وویل: له لوی پروردګار څخه ووېرېږه او له صبر څخه کار واخله؛ نو هغې ورته وویل: ته ځه ولاړ شه! ته زما په څېر په یوه درانده مصیبت نه ېې اخته شوی، دې صحابې(مېرمنې) دا شخص ونه پېژانده چې دا مهربانه پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم دی، بیا چا ورته وویل: دا خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ؤ، نو بیا د پیغمبر تر دروازې راغله او ویې لیدل چې له هغه نبي صلی الله علیه وسلم پرته له کومو پیره دارانو او څارونکو، لکه د پادشاهانو په څېر ساتونکي ېې نه درلودل او له خپله کور څخه ورته راوځي او دې ښځې ورته وویل:
ما خو ته ونه پېژندلې؛ نو هغه ورته وویل: صبر هماغه دی چې، د غم په لومړیو کې وي.
د سیرت لوستل د انسان زړه ته یو ډول آرامي ور بښي او انسان له بې ځایه فکر کولو او نا راحتۍ ژغوري او پورتني ټول پندونه د دې شاهدي ورکوي چې، د بشریت دې ستر لارښود د ژوند په هره برخه کې ځانګړي اصول، تګ لارې او اخلاق درلودل او د خپلو فتوحاتو پر وخت یې له ځینو جګړه ییزو مهارتونو را نیولې پر عباداتو، یووالي او صبر، استقامت او بالاخره په لویو بریاو یې هم فکر کاوه.
نو راځئ د دې ستر شخصیت او د بشریت د ستر لارښود لارې تعقیب کړو، ځان د هغه له صورت او سیرت سره برابر او د یوه بریالي دنیوي او اخروي ژوند په برخه کې د هغه مبارک(ص) کردار او لارښونې تعقیب کړو.
یادونه: په دې لېکنه کې د ( نبوي سیرت درسونه او عبرتونه) او (د اسلام تاریخي پېښې) له کتاب څخه ګټه اخیستل شوې ده.