عزیزي
هیله لرل، مثبت فکر او هیوادنۍ مينه اړین دي، هر انسان غواړي خپلو موخو ته د رسېدو هیله ولري، خو خپل هدف ته د رسېدو په موخه تر ټولو غوره لار په عملي توګه د ګامونو پورته کول دي. پوهان وايي: موخو ته د رسېدو لپاره ډیر فکر مه کوئ، بلکې یو ګام وړاندې لاړ شئ! ریښتیا خبره همدا ده چې که تل هیله ولرو، خو عمل ونه کړو، ناشونې ده چې خپلې موخې ترلاسه کړو. باید له ډیرو خنډونو، ستونزو او ناخوالو تېر شو، ډیر څه په دې لاره کې له لاسه ورکړو، خو پياوړی هوډ او د عملي ګام پورته کول بیا تر ټولو غوره لار ده، څو خپلې موخې تعقیب کړو. د کابل ټول ښاریان هیله لري، چې کابل دې ښکلی، آباد او پرمختللی وویني، په فردي او ټولنیز ژوند کې دې سوکالي تجربه کړي او ټولو ښاري خدمتونو ته دې لاس رسی ولري، خو غوره دا ده چې خپل شعار او خپلې هیلې په عمل بدلې کړو. کابل د افغانستان د پلازمینې په توګه د ټولو هېوادوالو ګډ کور دی، نو په ساتنه او پالنه کې یې هم د هېواد ټول وګړي مسئول دي او ټول یې په ګډه باید پالنه او ساتنه وکړو.
که وغواړو چې خپلې هیلې مو په عمل بدلې کړو نو لاندې ټکي باید په پام کې ونیسو:
د اوبو دلښتیو د بندیدو لامل ډیری وخت ښاریان دي! د باراني موسم له امله د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو لښتیو د پاکولو په موخه کارونه روان دي، خو په دې برخه کې هغه هیله چې تاسو یې د پاک ښار درلودلو په موخه لرئ، عملي یې کړئ، په لښتیو، کانالونو او پلو لارو کې د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړئ، څو ستاسو د پاک ښار لرلو هیله پوره شي.
کابل ښاروالي د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه،د کابل ښار په کچه د اوبو د لښتیو او کانالونو په پاکولو کار پیل کړی دی، چې له بده مرغه د ښاریانو له لوري د کثافاتو او خاورو غورځولو له امله بند شوي دي.
دې لویې خدماتي ادارې د ښار په یو شمیر سیمو کې سړکونو ته د اوبو راوتلو مخه نیولې ده او دا لړۍ روانه ده، څو د ځمکې د مخ اوبه هرڅه ژر مدیریت شي. دغه راز کابل ښاروالي هڅه کوي هغه کسان وپيژني چې، د اوبو د لښتیو او کانالونو د بندیدو لامل ګرځي او د ښاري اصولو سره سم یې مجازات کړي. له بل لوري د کابل ښاروالۍ مسئولین د ځمکې د مخ اوبو د مدیریت په موخه، د سندونو په تخنیکي مطالعه بوخت دي، څو د ښار ویالې او کانالونه له معیارونو سره سم په بنسټیزه توګه جوړ کړي.
ټول ښاریان هیله لري، چې د ښار سړکونه یې باید جوړ شي؛ په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ژمنتیا لري، څو ښاریان ترانسپورتي آسانتیاو ته لاس رسی ومومي، خو ستاسو دنده څه ده؟ ستاسو دنده دا ده څو له خپلې ښاروالۍ سره د خنډونو په له منځه وړلو او د سړکونو په ساتلو کې مرسته وکړئ، که دا کار وکړئ نو ضرور به مو د غه هیله هم پوره شي.
د زرغون ښار او پاکې هوا درلودل هم د ټولو هیله ده؛ اړتیا دا ده څو ښاریان د ښار په کچه له زرغونو سیمو او ونو ساتنه وکړي، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې قرباني نه کړي، بلکې په خړوب کې یې هم خپل مسئولیت ادا کړي. دغه راز ژمی را روان دی او ټول پوهیږو چې په ژمي کې زموږ ډیری ښاریان په خپلو استوګنځیو او ودانیو کې د تودخې په موخه له سون توکو کار اخلي، اړتیا ده هغه څوک چې د ډبرو له سکرو کار اخلي د لوګي لپاره فلټر ولګوي او هغه ښاریان چې د تودخې په موخه له ربړونو او پلاستیکونو کار اخلي له ځان سره قضاوت وکړي، چې آیا زما دا کار له ښاري اصولو او ټولنیزو اخلاقو سره برابر دی؟ آیا زه په خپل دې کار سره د خپلو ښاریانو د ناروغۍ لامل نه ګرځم؟ سر له اوسه دې پرېکړه وکړي او د لوګي تولیدونکو توکو له کارولو دې ډډه وکړي.
که موږ پورته ټولې سپارښتنې عملي کړو، لیرې نه ده چې د یوه پاک، آباد او پرمختللي ښار د درلودلو هیلې به مو پوره شي.
د نن کار د روښانه سبا لپاره ښه زیری دی!