شاهین
کلتور د ارزښتونو، باورونو، اعتقاداتو، ادبي سبکونو، هنري، فلسفي مادي او معنوي لاسته راوړنو ته ویل کېږي، کوم چې د انسانانو د مجموعې څخه لاسته راغلي وي.
کلتور او ټولنه دواړه یو له بل څخه نه بېلیدونکي عناصر بلل کېږي. ټولنه د متقابلو اړیکو هغه ټولګې ته ویل کېږي چې، ګډې او تړلې اړیکې سره ولري او هره ټولنه ځانته ځانګړی دود او کلتور لري. همدارنګه هر کلتور په یوې ځانګړې ټولنه پورې تړاو لري.
کلتور په دوه ډوله دی:
مادي کلتور او معنوي کلتور.
مادي کلتور: مادی کلتور هغه کلتور ته ویل کېږي چې، د لیدلو وړ او د ټکنالوژۍ په چوکات کې ځان وښيي، لکه د افغاني جامو کلتور.
معنوي کلتور: هغه کلتور ته ویل کېږي چې، د لیدلو او لمس کولو وړ وي لکه، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې کورونه په تاریخي لحاظ له خټو او خښتو څخه جوړ شوي دي او په یوه مستطیل ډوله انګړ (حویلۍ) کې څو خونې لري.
په هر حال، په دی وروستیو کلونو کې هغو افغانانو چې، په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي، په لویو ښارونو کې جوړو شویو کورونو ته ورته یې له سمنټو او پخو خښتو څخه د خپلو کورونو په جورولو پیل کړی دی.
په شمال او لوېدیځ کې کلیوال په استحکامي کلیو کې چې، کلاګانې بلل کېږي، ژوند کوي، په داسې حال کې چې په غرنیو شمالي او ختیځو سیمو کې د کور جوړونې بڼه توپیر لري. د بېلګې په توګه، په نورستان کې له لرګيو څخه په څو پوړونو کې د کورونو جوړول رواج لري.
د کورنۍ متاهل سړي کله کله له خپل مور او پلار سره په ګډو کورونو، خو په جلاجلا خونو کې اوسېږي.
افغاني کورونه د حجرې په نامه یوه ځانکړې خونه لري چېرته چې نارینه یو ځای سره ناسته ولاړه کوي.
په لویو ښارونو کې زیات شمېر افغانان په عصري کورونو او آپارتمانونو کې ژوند کوي. په بانډو کې اوسېدونکي کوچیان بیا په لویو کېږدیو(خیمو) کې ژوند کوي، ځکه دوی په پرله پسې توګه د هېواد له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کوي.
همدارنګه ترکان یا د مغلي رېښې بانډه چیان چې د افغانستان په شمال کې اوسېږي، په یورتونو (هغو کېږدیو کې چې د څارویو له وړیو یا پوستکو څخه جوړې شوې دي او تر ډیره دایروي دي) له اوسیدو سره لېوالیتا لري.
څېړونکو کلتور په دوه برخو ویشلی، خو زما په اند کلتور درېیمه برخه هم لري، چې ګډ کلتور ورته ویلی شوو.
د بېلګې په توګه، جومات چې په ظاهري شکل سره مادي دی، خو په اصل کې د اسلام د مبارک دین له شعایرو څخه شمېرل کېږي چې معنوي کلتور یا د مسلمانانو نښان دی.
له هنري پلوه افغاني کلتور
افغانستان د هنر یو اوږد تاریخ لري، چې د روغني رنګ د نقاشۍ تر ټولو لومړنۍ کارېدنه د دغه هېواد د غارونو په دېوالي نقاشیو کې موندل شوې ده.
په افغاني هنر کې د فارسي (ایراني) میناتورۍ سبک شامل دی، چې د هرات کمال الدین بهزاد د تېموري او صفوي دورې د لومړیو وختونو د میناتورۍ برخې د یادونې وړ هنرمند دی.
له 1900 زیږدیزې لسیزې راهیسې افغانانو په هنر کې له لویدیځو تخنیکونو څخه کار اخیستل پیل کړي دي.
د کلتور ځانکړنې:
1- کلتور د انسانانو تر منځ اړیکې او چلند تنظیموي او د دوي تر منځ مرستې پیاوړې کوي.
2- کلتور یوه ټولنیزه ټولګه ده، چې هیڅ کله یو شخص، یوې ډلې او یوې طبقې ته نشي منسوب کیدلی.
3- کلتور د انسانانو تر منځ یو د بل اړتیاوې پوره کوي
4- د هـر کلتور عنـاصر (لکه نورمونـه، معیارونه، ټولنیز ارزښتونه او مادي لاسته راوړنې) د یوې کړنلارې په وسیله راسره تړلي وي.
5- د انسانانو بېلابېلې ډلې چې، په ټولنیزه بڼه ژوند کوي او یو ډول کلتوري ځانګړتیاوې ولري، له هغوڅخه یوه ځانګړې سیمه جوړیږي