د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو له لوري، د تنظیف او چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو ته د ( ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب ترسره شو. د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ادارې او مدیریت د اصولو د پېژندنې، پلان جوړونې، د کاري ستونزو د حل، مکتوب لیکنې، له مراجعینو سره د نیک چلند، رښتینولۍ او امانتدارۍ، همغږۍ، د فعالیتونو د کنټرول او د دوی د دندو اړوند نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نوموړي زیاته کړه چې، په دې ورکشاپ کې د فردي روغتیا ساتنې او دچارو د ترسره کولو پر مهال د ځان خوندي ساتل، د آزاد بحث برخه وه چې، په وینایې دا موضوع له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده ترڅو کارکوونکي وکولای شي د ښاري نظافت او چاپېریال ساتنې په برخه کې په ښه توګه خپل مسئولیتونه ترسره کړي. له دې ورکشاپ څخه موخه، د کاري مهارتونو لوړول دي ترڅو کارکوونکي وکولای شي ښاریانو ته معیاري او پر وخت ښاري خدمتونه وړاندې کړي
د تنظیف او چاپېریال ساتنې ریاستونو کارکوونکو ته د ( ادارې او مدیریت اساسات) تر سرلیک لاندې ورکشاپ ترسره شو
21 میزان 1403