محمد اسماعیل
اسلام په ټوله نړۍکې هغه بشپړ دین دی چې، د ځمکې پرمخ د ټولو انسانانو د لارښوونې او خلاصون لپاره رالېږل شوی، نه د یو خاص قوم او ملت لپاره. د اسلام په مبارک دین کې هر څه ته یو لړ اصول او مقررات ټاکلی شوي دي چې، د هغه په رعایت کولو سره د انسان ژوند لا ښایسته او هوسا کيږي، په همدې توګه د کورني ژوند لپاره هم ځینې اصول او قواعد شته دي چې په کورني ژوند کې صمیمیت مینه، او د کورني غړیو تر منځ اتفاق او یووالی رامنځته کوي.
د مسلمانې کورنۍ غړي:
د مسلمانې کورنۍ غړي مسلمان شخصیتونه وي، په یوې کورنۍ کې اسلامي ارزښتونه او معیارونه هغه وخت راتلای شي چې د کورنۍ غړي رښتیني مسلمانان وي، دوی په خپل فردي ژوند کې اسلام د دستور او قانون په توګه منلی وي، که د یو مسلمان په وجود او فردي ژوند کې اسلام نه وي حاکم او اسلام ورته د یوازیني دستور په توګه ارزښت ونه لري، نو هیڅکله مسلمانه کورنۍ نشي جوړولی. څنګه کېدای شي هغه څوک چې، حاضر نه دي د خپل ژوند اړخونه د اسلام په پولو کې تنظیم کړي، بیا دې ته حاضر شي چې کورنی ژوند يې په اسلامي اصولو برابر پرمخ ولاړ شي؟
همدا د کورنۍ غړي دي چې، هم خپله کورنۍ او ټولنه اصلاح کوي او هم یې په فساد ککړوي. همدغه د کورنۍ غړي دي چې، یا له صالح او نیکو او یا هم له فاسدو خلکو سره د کورنۍ اړیکې ساتي، او یا هم د کورنۍ غړي دي چې، یا خپلې کورنۍ ته پاک او حلال رزق راوړي او یا له حرامو او ککړو عوایدو څخه د کورنۍ خوراک او څښاک برابروي. که چېرې دیوې کورنۍ غړي په خپله صالح او په اسلام مین شخصیتونه وي، نو د کورنۍ چارې هم په اسلامي اصولو برابرې تر سره او که مفسد افراد وي، نو څرګنده ده چې، خپله کورنۍ له اسلامي معیارونو بې برخې کوي. نوپه دې توګه ویلای شو چې، په لومړي قدم کې هغه کورنۍ چې، له صالح او نیکو خلکو څخه جوړه وي، یوه مسلمانه کورنۍ ده، او که له فاسدو خلکو څخه جوړه وي، نو خامخا به فاسده او غیرې اسلامي کورنۍ وي.
د بې فکره او مفسدو عناصرو له یوځای کېدو څخه هیڅکله هم سالمه کورنۍ نشي جوړیدای، که د یوې کورنۍ افراد صالح نه وي نو کورنۍ قطعاً صالحه نه ده ،که څوک غواړي یوه مسلمانه کورنۍ جوړه کړي، نو اړتیا ده چې د هغه جوړوونکي او له هغو پیدا کېدونکي غړي مسلمان او صالح وروزل شي.
په همدې اړه قرانکریم مور او پلار ته تر ټولو لوی مسؤلیت له جهنم څخه د خپلې کورني ژغورل معرفي کوي او په سورت التحریم په ( 6م) آیت کې داسې فرمایي:
ژباړه: اې د ایمان خاوندانو! وساتئ ځانونه او کورنۍ مو له هغه اوره چې خاشاک یې خلک تيږي دي، په دې اور مقررې شوې سختي کوونکي ملائکې چې د الله (ج) له امر سرغړونه نه کوي او تر سره کوي هغه څه چې امر ورته کېږي!
مور او پلار د خپلو اولادونو د لارښوونې لپاره لویه وسیله ده او په دې برخه کې رغنده رول لوبوي. نبی کریم ص فرمایلي دي، ژباړه: هر ماشوم په فطرت برابر پیدا کيږي، خو وروسته یې مور او پلار ترې یهودي، نصراني او مجوسي جوړ کړي.
تر مسولیتونو وروسته د والدینو حقوق دي، څنګه چې والدین مسؤلیت لري د اولادونو حقوق اداء کړی، همدارنګه اولادونه او د کورنۍ کشران هم مکلف دي ترڅو د خپلو والدینو او مشرانو حقوق اداء کړي. په دې اړه الله تعالی په قرانکریم کې په تاکید سره د سورت الاسراء په (23م) آيت شریف کې فرمایلي دي:
ژباړه: او فیصله کړې الله (ج) چې تاسې له هغه پرته د چا عبادت مه کوئ او له خپلو والدینو سره نېکي کوئ که ورسید ستا سره یو یا دواړه (مور او پلار) زوړتیا ته نو دوی ته د (اوف) په اندازې هم تیزه خبره مه کوئ او مه ئې رټه او دوی ته د عزت خبرې کوئ!
همدارنګه نبی کریم (ص) فرمایلي دي، ژباړه: سپېره دې وي پوزه د هغه چا چې زه یې مخ ته یاد شم او پر ما درود ونه وایي، سپېره دې وي پوزه د هغه چا چې، رمضان پرې راشي او ختم شي مخکې له دې چې ده ته بښنه وشي، او سپېره دې وي پوزه د هغه چا چې، خپل والدین دواړه او یا یو په زړښت کې ومومي او بیا هم جنت ته داخل نه شي. (ترمذی له ابی هریره روایت کړی).