ناصري
هر انسان غواړي چې پاک، ښکلی، سمسور، زرغون، آباد او له هر راز ککړتیا اوستونزو څخه پاک او خوندي چاپېریال ولري او په هغه کې خپلې ورځنۍ چارې او خپل ژوند مخته بوځي. خو دې موخې ته رسېدل هغه مهال شونی وي، چې د ښار هر اوسیدونکی لاس په کار شي او تر خپله وسه پورې د هغو کارونو په ترسره کولو کې برخه واخلي کوم چې، د ښار او چاپېریال د سمسورتیا او آبادۍ په نیت ترسره کیږي، ځکه ښار زموږ ټولو ګډ کور ګڼل کېږي او د کور پاکوالی د انسان سلیقې او کلتور پورې تړاو لري.
که چېرې انسان له خپلې روغتیا او ژوند سره مینه ولري او وغواړي چې له ناروغیو څخه خوندي وي، نو په کار خو دا ده چې، په لمړي سر کې د خپل کور او چاپېریال پاکوالي ته پاملرنه و کړي او له هغه وروسته دې ښاري کلتور او ښاري قوانین هم له یاده نه باسي، ځکه پاکوالی او نظافت د ایمان برخه او د انساني ژوند اړتیا ده.
خو له بده مرغه لیدل کیږي داسې خلک چې، له ښاري کلتور او ښاري قوانینو سره هیڅ راز بلدتیا نلري او په دې هم نه پوهیږي چې خپله او د نورو روغتیا څنګه خوندي وساتي، ځکه دا شان خلک د خپل کور، خپل ښار او خپل چاپېریال د پاکوالي په اړه بې پروا دي چې ډیری وختونه بیا په دې برخه کې ښاروالۍ پړه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ زړه سوانده او با مسئولیته چارواکي او کارکوونکي، ښار او ښاریانو لپاره د آبادۍ، سوکالۍ، هوساینې او آسانتیاوو د رامنځته کولو په نیت، په صداقت او ایماندارۍ سره په دندو بوخت دي او هڅه کوي څو خپل ښار او خپلو ښاریانو ته د لا ښو چوپړتیاوو د وړاندې کولو جوګه شي.
دا هم باید په یاد ولرو چې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، تنظیفي کارکوونکي له سهاره د ورځې تر پایه د ښار په بېلابېلو سیمو کې جارو، بیل او کراچۍ په لاس د ښار له واټونو، ویالو او نور برخو څخه دیو شمیر بې پروا ښاریانو له خوا د خواره واره شویو کثافاتو په پاکولو او راټولولو لګیا وې او خپله دغه سپېڅلې دنده په مسئولیت سره ترسره کوي چې باید قدر او درناوی یې وشي.
خو څنګه چې ښکاري په همهغو پاکو شوېو سیمو کې بله ورځ بیا هم کثافت ترسترګو کېږي، په داسې حال کې چې په همدغو سیمو کې کثافت دانۍ شته دي خو دځینو بې پروا ښاریانو له خوا دغه کثافات هرې خواته خواره واره شوي وې چې دا کار له یوې خوا خپله د دا شان ښاریانو کمزوری ښاري کلتور په ډاګه کوي او بل خوا د تنظیف کارکوونکو زیار او هلې ځلې له هیڅ سره برابروي.
نو اوس باید هرښاري له ځان سره دا سوچ وکړې چې، په دې کار کې ښاروالۍ پړه ده او که خپله ښاریان؟ په پای کې به ښه دا وي چې، د خپل ځان او نورو ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، موږ ټول د ښار او چاپېریال په پاک ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړو ترڅو دغه ښکلی او تاریخي ښار له هر راز ستونزو او ناولتیاوو څخه پاک شي او له پاکې هوا څخه یې خوند واخلو.