الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنې روانې دي

10 عقرب 1403

13410.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د ښار په کچه په بازارونو کې د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه څارنې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس وویل چې، په هټیو، لویو پلورنځیو او د تیلو په ټانګونو کې نرخونه وڅارل شول او سرغړونکو ته د اړینو سپارښتنو سربېره، ټینګار وشو ترڅو انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري.  نوموړي زیاته کړه چې، له نرخنامې څخه د پرلپسې سرغړونې په صورت کې قانوني چلند کیږي، نو اړتیا ده چې ټول ښاریان د نرخنامې د فرهنګ په دودولو کې له اړوندو مسئولینو سره مرسته وکړي