د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو له چارو لیدنه وکړه

12 عقرب 1403

13422.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په اړه یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال ټینګار وکړه چې، د یادې پروژې د کار له بېلابېلو پړاوونو څخه دې تخنیکي او فني څارنې ترسره او د ملي شتمۍ له بې ځایه لګښت څخه دې مخنیوی وشي.  دغه راز قراردادي شرکتونه مکلف دي چې، د تخنیکي سندونو له مخې د یادې پروژې چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. دغه فرعي لیکې چې، (۱۱۰۰) او (۱۵۰۰) متره اوږدوالی، (۹.۷) او (۱۱.۶) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د جوړولو چارې پیل شوې وې او اوس مهال یې د کیندنو، خاورې لېږدولو او هوارولو چارې روانې دي. دغه فرعي لیکې به، د لښتیو، پلو لارو او د سړک په اوږودو کې د (۴۰۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال جوړولو په ګډون تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي