پښتون امیدوار
د نړیوالو زبرځواکونو یو غشۍ چې تل یې د کمزورو او له اقتصادي، نظامي... اړخونو پاتې هېوادونو پر وړاندې ترې ګټه پورته کړې او تل یې هڅه کړی چې د خپلې واکمنۍ د پراختیا په موخه، د یوې حربې په بڼه ترې کار اخلي هغه له حقیقت لیرې او په درواغو ولاړ تبلیغات دي.
د فکري جوړښت د ښه پېژندلو په موخه اړینه ده تر څو وپوهیږو چې، څو ډوله جګړې شتون لري، د دغو جګړو توپیرونه له یو بل سره څه دي او په وروستۍ برخه کې پدې بحث وکړو چې څه ډول کولای شوو د ملت په فکري جوړښت کار وکړو او د فکري جوړښت لارې چارې کومې دي؟
نیغ په نیغه دې موضوع ته راځو چې ځینو سیاسي او نظامي پوهانو جګړه په دوه ډوله وېشلې ده چې یوه یې نظامي جګړه او بله یې فکري جکړه بللی ده.
د نظامي جګړې په تړاو خو ټولو ته جوته ده چې دا شان جګړه د فوځ، وسلو او ټکنالوژۍ پر مټ پرمخ ځي او ددې برخې ډیرې توضیح ته اړتیانه لیدل کېږي، خو کومه برخه چې زموږ د لیکنې سره تر ډیره اړخ لګوي هغه فکري جګړه ده چې په لاندې ډول یې روښانه کوو:
د فکري جګړې تعریف:
د فکري جګړې په اړه بېلابېل تعریفونه شوي چې موږ یې ترې لاندې تعریف را اخلو:
د فوځي او عسکري جګړې پرته د مسلمانانو د دين، عقيدې، فکر، اخلاقو، کلتور او دودونو له منځه وړلو لپاره د کفارو هر ډول هڅې او کوښښ په هره بڼه چې وي فکري جګړه بلل کيږي.
د فکري جګړې په تړاو پورتنی تعریف به نن سبا یو غوره تعریف وي خو دا یو طرفه تعریف دی، ځکه په دې تعریف کې فکري جګړه د غیر مسلمو ابتکار ګڼل شوی او داسې بریښي چې یواځې کفار کولای شي د خپل ظرفیت له مخې مسلمان ملتونه د خپلو موخو تابع وګرځوي، خو په اصل کې داسې نده.
د اسلام د سپېڅلي دین ستر داعي حضرت محمد مصطفی(ص) د خپلو اسلامي اخلاقو او ښې رویې په اساس د ډیرو انسانانو زړونه راخپل کړي او د اسلام سپېڅلي دین پلويان یې ګرځولي دي، نو په همدې موخه که پورته تعریف دغه ډول تصحیح شي نو یو جامع او غوره تعریف به وي:
د فوځي او عسکري جګړې پرته د خپلو هر اړخیزو مهارتونو په اساس د انسانانو په روح، روان، زړونو، فکرونو، احساساتو او ورځني ژوند خپل تأثیرات منل او هغوی د خپلو غوښتنو تابع ګرځولو ته فکري جګړه ویل کیږي.
په هر حال نن سبا فکري جګړه د نړیوالو استعمارګرو او تروریستانو د جکړو یوه بل دول ده، چې په هغې سره غواړي خپلې موخې له نظامي جګړې پرته لاس ته راوړي.
فکري جګړه د یو هېواد د اشغال لپاره آسانه او ارزانه لار ده، فکري غلامان خپلې ټولې هیلې په خپلو بادارانو پورې تړي تر څو یو څو ورځې ژوند په عیش او عشرت کې تېر کړي.
د فکري غلامۍ د شرم ساز جال د پراخه کولو لپاره خپلو استخباراتي او تبلیغاتي برنامو ته زیاته پاملرنه کوي، تر څو د یو هېواد د واکمنېدو لپاره خپل ځان ته بغیر، د نظامي او کوم بل زیان اوښتو څخه ځان ورسوي او وروسته د هغه هېواد د زېرمو او کانونو څخه د خپل ځان د لا پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي، چې د دوی بې شرمه او ددوی په خدمت کې مصروفه او ذلیله غلامان د خپلې وفادارۍ د تثبیت او د راتلونکي عیش او عشرت د پایشت په موخه، د خپل هېواد هر څه دوی ته وړیا ورکوي.
د فکري جګړې د ښکار لاملونه:
د یو هېواد د وګړو د فکرونو د تسخیر او د خپلو غوښتنو د تابع کولو لپاره، ځینې لارې چارې شتون لري چې تل فکري جګړې پرمخ وړونکي ترې ګټه پورته کوي، د هغو له ډلې یو هم له حقیقته لیرې تبلیغات دي چې په ډول ډول طریقو سره یې مخته وړي، ځینې یې په لاندې ډول دي:
1- لیکوالان او مدني فعالان:
د فکري جګړې پر مخ وړونکي نظامونه تل له اقتصادي پلوه پاتې هېوادونو کې د خپلې اقتصادي غناء نه په ګټې اخیستنې سره په دغو هېوادونو کې یو شمېر بې هویته لیکوالان د پیسو په بدل کې دې ته اړ باسي تر څو د خپلو لیکنو او مقالو په وسیله د خپل هېواد د وګړو په ذهنونو کار وکړي په تېره د هېواد ځوانه ظبقه د خپلو فرمایشي لیکنو تر تاثیر لاندې راولي تر دې چې په هېواد کې د خپل موجوده نظام پر وړاندې بغاوت پیل کړي او هېواد کې د ستونزو او ګډ وډۍ لامل جوړ شي خو کله چې له حقیقته خبریږي بیا وخت ترې تیر وي.
یو بل هغه څه چې د فکري جګړې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده او لله الحمد نن سبا یې رنګ ډیر پیکه ښکاري هغه د مدني فعالانو په نوم یو ډله ځوانان دي چې تر ډیره یې خلک درباري خادمان بولي، دوی د خپلو جیبونو د ډکولو په موخه، هر څه له پامه غورځولي او موخه یې خپله شخصي ګټه ده.
2- د بشري حقوقو په نوم روانه ډرامه:
د فکري جکړي د پرمخ وړلو لپاره یو بل غشی چې، تل یې اسلامي امت له ګواښ سره مخ دی، هغه د بشري حقوقو په نوم روانه ډرامه ده چې غربي نړۍ یې پرمخ وړي. دوۍ تل هڅه کوي تر څو هغه حساسیتونه راونیسي کوم چې په اسلامي هېوادونو کې موجوده نظامونه د ملت له خوا تر نیوکو لاندې راولي، په داسې حال کې چې حقیقت هغسې نه وي، که وکتل شي د دې تر ټولو لوی لامل د خلکو د علمې پوهې د کچې ټیټوالی راپه ګوته کوي، ځکه د فکري جګړې پرمخ وړونکي د دغې طبقې خلکو له کم علمۍ او ناپوهۍ څخه په ګټې اخیستنې اسلامي احکام دوی ته غلط معرفي کوي او داسې ذهنیت ورکوي، چې ګویا اسلامي نظام، اسلامي احکام هسې شان چې اړین دي پر مخ نه وړي.
د بیلګې په توګه، ځینې وخت هغه مورچل چې د غربي نړۍ نښه ویشتونکي پکې تل په کمین کې ناست دي دا ده چې، اسلامي نظامونه د ښځو پر وړاندې حقونه تر پښو لاندې کوي، په داسې حال کې چې هغه خپله دوی دي چې له ښځو څخه د سوداګریزو توکو په شان ګټه پورته کوي او تل له غولوونکو شعارونو څخه په ګټه اخیستنې د خلکو احساسات راپاروي. خو بل لور ته بیا اسلام دی چې ښځې یې پرته له دې چې کار وکړي د خاوند په مال کې شریکې بللي، له ورور سره د پلار په مال کې د میراث وړونکې ده ،خاوند یې دې ته اړ کړی چې د خپلې ښځې نفقه به ورکوي. اسلام دی چې حکم کوي ښځې باید مستوري وي، تر څو د شیطانت په ګدۍ سپرو د خواهشاتو تابع دارانو له بد نیت او لید څخه خوندي وي او داسې نور... حقوق چې موږ کولای شوو ددغه ډول شر غوښتونکو پرمخ کلکه څپیړه ورکړو.
3- غلامې رسنۍ او خرڅ شوي سیاسي شنونکي:
د فکرې جکړې تر ټولو ګواښونکی او اغیز لرونکی ټکی چې، غربي نړۍ او د اسلام دښمنان ترې ګټه پورته کوي هغه ددوی په لاس رامنځته شوې رسنۍ او کرایي سیاسي شنونکي دي چې، خپلو موخو ته د رسېدو په پار ترې ګټه پورته کوي.
نن سبا چې د ټکنالوژۍ عصر دی، فکري جګړه له فوځي جګړې ډیره خطرناکه تمامېدلای شي، لامل یې دادی چې نن سبا په ډیری هېوادونو کې شاوخوا 90 سلنه خلک بېلابېلو رسنیو ته لاسرسی لري او دا ټولو ته جوته ده چې، په ډیری رسنیو کې نن سبا څه روان دي، سیاسي شنونکي په څه بوخت دي او د کومې موخې لپاره څه کوي.
د نظامي(فوځي) او فکري جګړې توپيرونه:
1- فوځي او عسکري جګړه ښکاره وي، خو فکري جګړه پټه روانه وي، همدا ده چې فکري جګړه ډیره خطرناکه بللی شي.
2- د فوځي جګړې دواړه اړخونه په وسلو سمبال وي، خو په فکري جګړه کې مقابل لوری عام خلک وي.
3- فوځي جګړه ځمکې اشغالوي، کورونه او ولسونه ویجاړوي، خو فکري جګړه فکرونه او زړونه اشغالوي او ویجاړوی يې چې د ځمکو بېرته راګرځول آسانه، خو د وران شوي فکر او مات شوي زړه جوړل ډېر سخت دي.
4- فوځي جګړه مالي امکانات او يا هم انسان له منځه وړي، خو فکري جګړه بیا عقيده او ايمان له منځه وړي او انسان له حقیقت څخه لیرې ساتي.
5- فوځي جګړه د يو اړخ په ماتې سره پای ته رسېږي، خو فکري جګړه به د حق او باطل تر منځ د تل لپاره روانه وي، په دې معنی چې فوځي جګړه ښايي د خلکو په مړینه تمامه شي، خو فکري جګړه پیړیو پیړیو ته د غځېدو امکان لري.
6- د فوځی جګړې بریالي کېدل په ډیرو لګښتونو او امکاناتو سره تر سره کیږي، خو فکري جګړه د هغې په توپير په کمو امکانانو او لګښتونو سره پر مخ وړل کیږي.
فکري جوړښت:
د یو ملت د فکرونو د جوړښت لپاره اړینه ده چې څو لاندې ټکو ته پاملرنه وشي:
1- د بې علمۍ له منځه وړل:
د فکري جکړې پر مخ وړونکي تل هڅه کوي د ټولنې له هغې طبقې خلکو څخه کار واخلي کوم چې د علم له رڼا څخه بې برخې وي، ځکه دوی کولای شي د خپلې مدعا او خوښې راټول شوي شعارونه په هغه بڼه دغې طبقې افرادو ته وړاندې کړي، کوم چې د دوی د مذهب او دین په نوم یې له پوره بدلون وروسته ددوی د احساساتو راپارولو لپاره چمتو کړي وي، نو اړینه ده چې دې برخې ته لا ډیره پاملرنه وشي تر څو د فکري جګړې د پرمخ وړونکو د کمان ددغه غشي مخه ونیول شي.
2- په اسلامي او هېوادنۍ روحیې د ځوان نسل روزنه:
ټولو هغو بنسټونو ته چې، د ځوان نسل په روزنه کې رول لري په کار ده ترڅو تر لاس لاندې روزل کېدونکي نوي ځوانان په اسلامي او هېوادنۍ مینې او روحیې وروزي، د غربي نړۍ له ګواښونو یې خبر کړي او ټول هغه درواغجن شعارونه او تبلیغات چې، د اسلام په نوم په هېواد کې د ګډ وډۍ لامل ګرځي ورته وښیي او پر دې وپوهول شي چې، دا حقیقت نه لري او دا ورته روښانه شي چې اسلامي شریعت پدې اړه دا ډول وضاحت لري.
دغه راز دې هغه درسونه ورکړل شي، کوم چې ددې هېواد سرښندونکو ځوانانو د قربانیو په ورکولو سره په میراث پرېیښي دي، د خپلو پخوانیو اتلانو له قربانیو او د تیر وخت غدارانو له خیانت څخه خبر کړل شي او دا ورته وویل شي چې، پرته له خپل هېواد څخه، یو بې هویته او بې معنی انسان پاتې کیږي، همدا هېواد دی چې تاسوته یې عزت درکړی او تاسو ته یې یو ثابت هویت دربخښلی چې هغه ستا افغانیت دی.
3- د مغرضانه تبلیغاتو او د جاسوسانو څارنه:
یو بل ټکی چې تل یې ملتونه د خپل نظام په وړاندې راپارولي، هغه په درواغو ولاړ تبلیغات او هغه پلورل شوي جاسوسان دي چې غواړي د خپلو ګټو په موخه، په داسې پارونکو تبلیغاتو لاس پورې کوي، کوم چې د اسلامي نظام او ددې ملت د بربادۍ او تباهۍ لامل کېږي.
دغه جاسوسان که رسنۍ دي او که پلورل شوي بې هویته او شرمیدلي سیاسیون، اړینه ده د مخنیوي په موخه یې ټولې کړنې او فعالیتونه تر څار لاندې ونیول شي او وخت نا وخت په دې وپوهول شي چې تر څار لاندې یاست.
4- د بې کارۍ پر وړاندې ګړندۍ مبارزه:
هغه غشی چې، د فکري جګړې پرمخ وړونکي ترې وخت ناوخت خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه پورته کوي، هغه داده چې د یوه هېواد وګړو ته دا وښیي چې ګواکې ستاسو موجوده نظام تاسو ته د کار برابرولو په برخه کې ناتوانه دی او نشي کولای ستاسو د په ځان بسیاینې لپاره اړین ګامونه پورته کړي، خو په حقیقت کې داسې نه ده، بلکې دوی ځوانان په خپلو دغو درواغجنو تبلیغاتو له هېواد څخه تیښتې ته اړ باسي او هغه پیاوړي ځوانان چې، د یو هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، په ډیرو خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته غواړي او له هغه ځایه یې بیرته د یو پردي فرهنګ په ګاڼه سمبال د خپل هېواد د ویجاړولو لپاره رالیږي،او هغه ژمنه یې چې ګواکي دوی ته پناه ورکوي نه پوره کوي او بیرته یې د راز راز شکنجو او تکلیفونو سره مل ډلې ډلې خپل هېواد ته رااستوي چې موږ یې په دې وروستیو کې ډیرې بیلګې له ځانه سره لرو.
نظامونه چې خپل ملت ته د کار برابرولو په برخه کې تر نورو ټولو ډیر مسئولیت لري، باید له هر څه وړاندې دې برخې ته لا پاملرنه وکړي او پرینږدي چې، خپله دغه ستره پانګه له لاســــه ورکړي، او لله لحمد په دې وروستیو کې زموږ په هېواد کې دغې برخې ته د پخوا په پرتله پاملرنه زیاته شوې او لېرې نده چې، په دې برخه کې به لا ډیرې لاسته راوړنې ولرو. په همدې هیله