د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ظرفیت لوړونه؛ فرد او سازمان (اداره) تر بریالیتوب رسـوي

عزیزي

13589.jpg (5000 × 2200)

څرګنده ده چې روزل شوي او هغه کسان چې، پوهه یې ترلاسه کړې وي، په ټولنه او د ملکي خدمتونو په سیستم کې اغیزناک رول لري. ټولنپوهان په دې باور دي هغه پوهه چې، د دندې پر مهال په عملي او مسلکي توګه ترلاسه کیږي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نشي ترلاسه کېدای.

ظرفیت لوړونه د ورکشاپونو، کورسونو او سمینارونو له لارې د کارکوونکو د وړتیا او د پوهې کچې لوړولو ته وايي چې، پر بنسټ یې پیاوړې او کمزورۍ ټکي پېژندل کیږي او اصلاح لپاره یې پر وخت اقدام کیږي.

پیاوړي انسانان تل له فرصتونو ګټه اخلي او خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې له هرې ستونزې تېرېږي او بریا ته ځان رسوي، خو کله کله په فردي توګه موخو ته د رسېدو لاره ستونزمنه وي او اړتیا لیدل کیږي ترڅو د بېلابېلو نظریو، مسلکونو او له داسې کسانو سره چې، پوهه یې لوړه وي ناسته ولاړه وشي. 

د موخو تعقیب کووونکې او تخنیکي ادارې تل هڅه کوي چې، له ظرفیتونو څخه ګټه واخلي او د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره رونیز پروګرامونه په لاره واچوي.

ظرفیت لوړونه  یوه اصطلاح ده چې، د مهارتونو، پوهې، وسایلو او سرچینو لوړولو لپاره کارول کېږي، ترڅو د افرادو، ټولنو، یا سازمانونو مسلکي توان پیاوړی شي.

هدف یې دا دی چې، هغوی خپلو موخو ته په بریالیتوب سره ورسېږي او د فعالیتونو موثریت زیات شي. دا لړۍد روزنې، پوهاوي لوړولو، بنسټیزو خدمتونو ښه والي، او مالي ملاتړ په برخو کې ترسره کېږي.

 د سازمانونو ( ادارو ) لپاره د ظرفیت لوړونې فعالیتونه د پایښت تضمین، د حکومتوالۍ ښه کول، د همکارۍ هڅونه، یا د تاسیساتو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي، موخه یې د مهارتونو، شتمنیو، او پیاوړتیاوو وده ده، څو سازمان او کارکوونکي د ودې او پرمختګ لپاره چمتو شي.

څرګنده خبره ده، انسان چې هر څومره پوهه ترلاسه کړي، همدومره په ټولنه او اداره کې ګټور تمامیږي او نظریې او خبرې یې د پوخوالي کچې ته رسیږي.

دا چې نړۍ ورځ په ورځ پرمختګ کوي او په اداري بنسټونو کې هم سیستمونه د پرمختګ، معیاريتوب او برښنايي کېدو په لور روان دي، اړتیا ده چې ورسره د کارکوونکو ظرفیتونه هم لوړ شي او د اړتیا وړ پوهه ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له لوري په بېلابېلو ناحیو کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته هم د ادارې، مدیریت، رهبرۍ او له سیستم سره د بلدتیا په موخه، د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه پیل شوي دي او دا لړۍ تر اوسه په بېلابېلو ناحیو کې پلې شوې ده.

د ادارې او مدیریت د بنسټونو پېژندل د یوې ادارې د کارکوونکو لپاره جدي اړتیا ده، چې باید زده یې کړي او په عملي توګه په خپلو کارونو کې ترې ګټه واخلي.

د ادارې او مدیریت برخې د پوهاونو په باور مديريت د اداري سرچینو پلانول، تنظيمول، رهبري کول  ګومارل او کنترولول دي، په دې موخه، چې د سازمان موخې ترلاسه شي.

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست له لوري د پیل شویو ورکشاپونو موخه هم همدا ده ترڅو خپلو موخو ته په آسانه او دقیقه توګه ورسیږي.

په دې روزنیزو ورکشاپونو کې ګډونوالو ته د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د مدیریتي، مسلکي، اداري، پلان جوړونې، رهبرۍ او ځیني نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې  کیږي، چې له نویو ګمارل شویو کارکوونکو سره مرسته کوي، څو خپلې دندې په ښه توګه پر مخ یوسي.

دا ډول ورکشاپونه ډېرې ګټې لري، که له یوې خوا کارکوونکي د اړتیا وړ مدیریتي او اداري پوهه ترلاسه کوي، خو بله خوا دوی د ادارې  پر وړاندې ځان مسئول ګڼي او هغه څه چې په ورکشاپونو کې یې زده کړي دي په عملي برخه کې تر کار اخلي، چې دا بیا ډېرې ګټورې او مثبتې پایلې له ځان سره لري.

د ورکشاپونو ډیری ګډونوال په دې باور دي چې، داسې ورکشاپونو ته باید پراختیا ورکړل شي، ځکه د دوی په وینا دوی هغه څه په دغو ورکشاپونو کې زده کړي دي چې مخکې نه پرې پوهېدل او یا یې په دې برخه کې ډېره کمه پوهه درلوده.

د ظرفیت لوړونې برخه د کابل ښاروالۍ یو بل لومړیتوب دی، چې د ارزول شویو پلانونو له مخې به خپلو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې فرصتونه برابر کړي، څو ښاریانو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

د یادونې وړ بولو چې، د ادارې، رهبرۍ او مدیریت په اړه د پیل شویو ورکشاپونو لړۍ به ټولو ناحیو ته وغځول شي او تمه ده چې ګټورې پایلې به ترې ترلاسه شي.