دلسوز
په دې خبره باید هر مسلمان پوه شي چې، پاک خدای(ج) انسان ته په ټولو مخلوقاتو لوړوالی ورکړی دی او هغه ته یې د ځمکې پرمخ بې شمیره نعمتونه پیداکړي دي. یو له دغو نعمتونو څخه چاپېریال دی چې، انسانان پکې ژوند کوي، له همدې چاپېریال څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي. انسان له خپل پیدایښت څخه راپدی خوا هلې ځلې کړي او کوي یې ترڅو له طبیعي چاپېریال په ځانګړې توګه له حیواناتو او نباتاتو څخه راز راز ګټې پورته کړي. دځمکې پرمخ ټول ژوندې موجودات د خپل ژوند د پایښت لپاره، خوړو، اوبو، هوا، د هستوګنې ځای، تکثر او تولد ته اړتيا لري او هر ژوندى موجود د خپلو اړتیاوو او انرژۍ لپاره له طبیعي چاپېریال سره نیغ په نیغه اړیکې لري. د طبیعی چاپېریال خوندي ساتل د اسلام سپیڅلي دین له لارښوونو څخه دی، ځکه د هر انسان ژوند په طبیعي چاپېریال پورې تړلى دى، یعنې پرته له طبیعي چاپېریال څخه انساني ژوند ناشونى دى. هر انسان ته په کار ده ترڅو د خپل ژوند د پایښت په نیت، خپل چاپېریال پاک وساتي او د اسلام مبارک دین هم په همدې برخې باندې ډیر ټينګار کړى دى. لکه چې نبي عليه السلام په يوه حديث شريف کې فرمايي: ژباړه: پاکوالى د ایمان یوه برخه ده، يعنې کامل مؤمن هغه څوک دی چې، په خپل ورځني ژوند کې پاکوالي ته پام وکړي. په دې هر با احساسه وګړی پوهیږي چې، پاک او سالم چاپېریال د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ډیر ارزښت لري،که چیرې زموږ شاوخوا چاپېریال پاک وي، نو له یوې خوا به د ډول ډول ناروغیو له ګواښ څخه خوندي یوو او بله خوا به مو اقتصادي کچه هم پیاوړې وي، ځکه ککړ چاپېریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې، د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. بل دا چې، پاک او زرغون چاپېریال زموږ په ژوند او سلیقې باندې دلالت کوي، یعنې هر هغه څوک چې د پاک او زرغون چاپېريال لرونکي وي، ژوند او روغتیا یې هم له راز راز ګواښونو څخه خوندي وي. همدا راز پاک او طبیعي چاپېریال د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا او سلامتیا باندې مثبتې اغیزې لري، یعنې هغه وګړي چې په پاک چاپېریال کې هستوګنه لري، د هغو خلکو په پرتله چې، په ککړ او ناولي چاپېریال کې ژوند کوي له ښې او سالمې روغتیا څخه برخمن وي. نو په دې توګه هر انسان ته ښایي چې، د خپلې او نور خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په پار، خپل شاو خوا چاپېریال له هر راز ککړتیا څخه پاک وساتي، ځکه که چیرته موږ پاک چاپېریال ولرو، نو ذهني سکون به مو هم ثبات ولري. همدار راز پاک او طبیعي چاپېریال زموږ په روح او جسم باندې نیغ په نیغه اغیزه لري او ټول ژوندي موجودات په سمه او منظمه توګه خپل ژوند مخته بیایي. که چیرې موږ وغواړو چې، چاپېریال مو پاک او سالمه روغتیا مو په برخه وي، نو اړتیا ده چې لاندې څو مهمې کړنې ترسره کړو: په لومړي قدم کې باید د خپل ځان، خپل کور، خپل کلي او ښار او په ټوله کې د خپل ګران هېواد د پاکوالي او زرغونتیا لپاره هلې ځلې وکړو. کوم تیل چې له بهر څخه هېواد ته را واردیږې هغه باید له نړیوال سټندرد سره برابر وي او د ټیت معیار لرونکو تیلو له واردولو څخه بايد په جدې توګه ډډه وشي چې له نیکه مرغه نن ورځ دغه کار د هېواد په سرحدي ګمرکونو کې تر سره کیږي. دغه راز د سويو مبلايلو، لوګي لرونکو لرګیو، د ډبرو سکرو، پلاستیکو او د ټایرونو له سوځولو څخه باید مخنیوى وشي او په بدل کې یې خلکو ته د ګاز او برېښنا آسانتیاوې برابرې شي. په ښار کې خاورین سـړکونه او کوڅې باید په بنسټیزه توګه ورغول شي، چې دا کار هم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښاروالۍ له خوا ترسره شوی او دغه لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده. همدا شان د کابل ترافیک مسؤلین دې زړو او له نړیوالو معیارونو څخه ټیټ موټرونو ته د ښار دننه کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړي. دغه راز اړتیا ده چې، د پاکې هوا د رامنځته کېدو او د ښــاري سیمو د زرغونتیا د لا زیاتوالي په موخه دې، په هر کور، کوڅه، د سړکونو غاړو، او ګلدانونو او همدا رنګه په زرغونو سیمو کې نیالګي کینول شي، چې له نیکه مرغه په دې برخه کې هم کابل ښاروالۍ خپل پلانونه پلي کړي دي او موږ باید هم د خپل چاپېریال په اړه بې پروا ونه اوسو او هر هغه څوک چې، خپل شاوخوا یعنې خپله لاره، سړک، کور او نور عامه ځایونه چټلوي باید خپلې تېروتنې ته یې ځیر او د پاک چاپېریال په اهمیت یې پوه کړو. کوم موارد چې د چاپېریال د اهمیت او پاک ساتلو په اړه ترینه پورته یادونه وشوه، کابل ښاروالۍ هڅه کړې ترڅو د زرغون، پاک او سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې لاسته راوړنې ولري، ځکه د وروستیو څه باندې دریو کلونو په بهیر کې دغې خدماتي ادارې د کابل ښار د سمسورتیا او کابل ښاریانو ته د هوساینې رامنځته کولو په موخه، د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او دغه لړۍ یې تر اوسه د ښار په بېلا بېلو ناحیو کې جاري ساتلې او زیار باسي ترڅو له یوې خوا کابل ښار نور هم ښکلی، سمسور او آباد شي، او بله خوا ته د ښاریانو پر وړاندې شته ټولنیزې، ښاري او سیمه ییزې ستونزې هوارې او یوه ښکلي، زرغون او سالم چاپېریال کې ښاریانو ته دهوسا ژوند زمینه برابره کړي. نو هیله دا ده چې، ښاریان هم په دې برخو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او خپل دیني او ملي مسئولیت دې، هسې چې اړتیا ده ادا کړي.