د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴هه ش کال پراختیايي پلان د جوړولو او د نویو سړکونو د انتخاب په اړه درېیمه تخنیکي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د دې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي ادارو او ناحیو د یو شمېر رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال په متوازنې پراختیا او د اړتیاوو د لومړیتوبونو په ارزونې ټینګار وکړ او ویې ویل: تر هر څه د مخه دې د نویو سړکونو د جوړولو لپاره یوه کره سروې ترسره او بیا دې معیاري ډیزاین جوړ او هرڅه ژر دې تدارکاتي پړاونه ترسره شي، تر څو د ۱۴۰۴هه ش کال په پیل کې ښاریان د نويو سړکونو د جوړولو شاهدان و اوسي. همدارنګه کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې، د اړتیا وړ وسایلو او امکاناتو د ارزونې په برخه کې دې لازمې څیړنې ترسره شي. دغه راز په دې غونډه کې د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو، د سړکونو روښانه کولو، د پلولارو، کانالونو، پلونو، لښتیو، پارکونو او زرغونو سیمو د جوړولو، د ماشینرۍ او تجهیزاتو د پېرلو، د یو شمېر پروژو د طرحو او د ځیني نورو ښاري تأسیساتو د بیارغونې په اړه بحث او خبرې وشوې. د غونډې په پای کې کابل ښاروال په ډاګه کړه، چې د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴هه ش کال د پراختیایي پلان د جوړولو لپاره لا زیاتو تخنیکي او مشورتي بحثونو ته اړتیا ده، څو یو هر اړخیز او بشپړ پلان جوړ او په هغه کې د کابل ښار د لرلید مطابق، پراختیا او دوامدارې ودې ته زمینه برابره شي
د ۱۴۰۴هه ش کال پراختیايي پلان د جوړولو په اړه درېیمه تخنیکي غونډه ترسره شوه
11 قوس 1403