
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د خزاني جام په سیالیو کې د کابل ښاروالۍ د تکواندو لوبډله د لومړي مقام ګټلو په ویاړ، د دغې لوبډلې روزونکی ښاغلی فرید احمد احمدي د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه.
یادې سیالۍ څه موده وړاندې د ۹ ورزشي ټیمونو په ګډون ترسره شوې وې، چې د پروان او ننګرهار ولایتونو د تکواندو ټیمونو ترڅنګ، د کابل ښار یو شمېر ورزشي کلپونو هم پکې برخه اخیستې وه. دغه سیالۍ د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو په کټګوریو کې ترسره شوې وې.
د سیالیو په پای کې د کابل ښاروالۍ د تکواندو ټیم لومړی، هاشمي ټیم دویم او رفاه ټیم درېیم مقام خپل کړ اوغوره لوبډلو ته په ترتیب سره د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ورکړل شول.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون مرستیال حاجي صبورعمري، د کابل د تکواندو فدراسیون رئیس حاجي سلیمان او د ملي ټیم روزونکي بشیر تره کي د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د کابل ښاروالۍ له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
دغه راز نوموړو د استعدادونو د ودې او د ځوانانو د وړتیاوو د غوړېدو په موخه، د ورزشي برنامو پر دوام ټینګار وکړ.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال احمدعلي عمري په دې اړه وویل: د دا ډول سیالیو د ترسره کولو موخه، سالمو فعالیتونو ته د ځوانانو او تنکیو ځوانانو هڅول، د ورزشي استعدادونو پېژندل او روزل او د ښاریانو ترمنځ د ورزش د کلتور دودول دي.
ښاغلي عمري زیاته کړه، کابل ښاروالۍ د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د جسمي او رواني روغتیا لپاره د ورزش د اهمیت په پوهېدو سره، د ورزشکارانو ملاتړ کوي او د هغوی د ورزشي استعدادونو د ودې او غوړېدو لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار لري.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د خپلو همکاریو او د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ له امله، د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال احمدعلي عمري هم د ستاینلیک په ډالۍ کولو سره وستایه.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د کابل ښاروالۍ د تکواندو لوبډله وستایله
20 میزان 1405


