د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

عُجب او ریاء دوه سترې بلاګانې

13690.jpg (5000 × 2217)

احسان الله دعوتیار

ټول انسانان د الله  تعالی(ج) له خوا د خپل عبادت او پېژندلو لپاره پیداشوي دي، تر څو خپل خالق کما حقه وپېژني او په هماغه ډول یې عبادت وکړي، خو ځینې وختونه عبادت او صالح اعمال په داسې کارونو بې پایلې شي چې انسان یې فکر هم نه کوي، له هغې جملې څخه عُجب او ریا دي چې د ټول عمر عبادت زیانمن کوي. د قیامت په ورځ الله تعالی(ج) فرمایی چې، د خپلو عملونو پاداش او اجوره له هغه چا څخه و غواړئ  کوم چې تاسې د هغوئ لپاره کړي ول، یعنې شریکان مو ګرځولي ول.

دا دوه سترې بلاګانې د هر مسلمان لپاره له زهرو ډکې دي، په ځانګړي ډول درانه دعوت کوونکي.

‎الله تعالی(ج) دې موږ ددې سترو بلاګانو له اضرارو څخه وساتي.

‎عُجب: په نفس افتخار کول، خپل ځان غوره او لوی ګڼل، د نعمتونو نسبت خپل ځان ته کول.

‎په عمل کې عُجب: د هرې کامیابي او کار نسبت ځان ته کولو ته وایی.

‎عُجب : د محسن احسان هېرول، او نسبت یې ځان ته کول.

‎څنګه کېدای شي چې یو څوک دې عُجب وکړي په داسې حال کې چې د هغه نعمت او کا ر مالک نه وي، او نه یې له  توان څخه پوره وي، بغیر د الله تعالی(ج) له مرستې څخه.

‎الله تعالی هغه څه قبلوي چې، صرف د الله تعالی لپاره وي، او له الله تعالی پکې مرسته غوښتل شوې وي.

‎دعوتګرانو او مخلصو مسلمانانو  ته شیطان  له دې لارې داخلیږي چې غوره مبلغ  وي، زیات علم لرې،  ستا رایه کې زیات قوت دی، له هر چا ښه خبرې کوې ، ستا خبره باید و منل شي، که کله د بل چا د لیاقت او علمـیت او کـار په هکله ورته خبره وشي، لومړی خو یې نه تسلیموي او یا په ډيره کمه سترګه ورته ګوري، په ټوله کې په خپلو خبرو او رایه مین وي.

‎عبدالله بن مبارک رحمه الله وایی: ژباړه: د لمونځ کونکو لپاره له عُجب نه بل بد شی نه وینم.

‎عُجب یو مذموم عمل دی په دې هکله رسول الله(ص) فرمايي:   

‎ژباړه: درې شیان ژغورونکي دي او درې هلاکوونکي: 

‎ژغورونکي لکه: له الله(ج) څخه په پټه او ښکاره کې وېره، حقه او صحیح خبره په خوشحالۍ او خفګان کې، منځلاري توب او اعتدال په فقر او شتمنۍ کې.

‎درې هلاکوونکي شیان لکه: د نفس او هوا تعابعداري کول، بخل کول، عُجب کول چې دا تر ټولو سخت دی.

‎‎عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايی: هلاکت په دوه شیانو کې دی: په  ناامیدي او عُجب کې.

‎عجب ځکه خطرناک دی چې له دې څخه کبر پیداکیږي، او کبر داسې یو آفت او بلاده چې، هر چاته ښکاره دی،کبرجن سړی الله تعالی نه خوښوي ،یوه ذره کبر چې د چا په زړه کې وي جنت ته نشي داخلېدلای.

‎عُجب: انسان د ګناهونو اهمال طرف ته بیایي او هیروي یي، توبه نه وباسي، خپل کړي عملونه ورته لوی ښکاري، او په کولو یې په الله تعالی باندې احسان اچوي.

‎شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله تعالی فرمایي: وېرېدونکی ګنهګار له عابد متکبر څخه غوره دی.

همـدارنـگه ‎رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: د خپلو نفسونو تزکیه مه کوئ، الله تعالی هغه څوک ښه پیژني چې نیکي کوي.

‎حسن بصري رحمه الله فرمايي: ریاء په اصل کې د صفت او ستاینې سره مینې ته وایي، په دې خوشحالیږي چې، څوک یې وخت او نا وخت صفتونه وکړي.

‎سفیان بن عیینه وایی: که چا دا ګمان وکړ چې له بل چا غوره دی، نو کبر یې وکړ.

‎دغه راز بشر بن حارث رحمه الله فرمایی: څوک چې شهرت خوښوي، هغه له الله تعالی څخه نه ویریږي.

‎همدارنګه په یو بل ځای کې سعد  رحمه الله فرمایی: په ښکاره کې ځان څخه د الله تعالی ولي مه جوړوئ، او په پټه کې ورسره دښمني مه کوئ!

‎ریاء: خپل عمل لکه لمونځ، قراءة  صدقات، بل چاته ښوولو ته ریاء وايي، او دې ته اصغر یا وړوکی شرک وایی، په کار دی چې انسان له دې څخه ځان وساتي، او خپلو عملونو کې الله تعالی حاضر او ناظر وګڼـي، او د الله(ج) لپـاره یـې وکړي، پاداش او بدله یې هم له الله تعالی څخه وغواړي.

‎ریاء ټول عملونه له منځه وړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ‎په تاسې باندې په شرک اصغر زیاته وېره لرم.  رسول الله صلی الله علیه وسلم د شرک اصغر په هکله وپوښتل شو: هغه علیه السلام وفرمایل: ریاء ته اصغر شرک وایی، او د قیامت په ورځ به الله تعالی هغو ریاء کارانو ته داسې ووايي: د اجر لپاره هغه چا پسې ولاړشئ  کوم چې د چا لپاره مو عملونه کړي ول.

‎ریاء د اخلاص ضد دی، اخلاص  یوازې د الله تعالی لپاره عمل کولو ته وایی.

‎د نساء سورة: په ۱۴۲م آیت کې الله(ج )فرمایي: ‎ژباړه: ‎کله چې دوی لمونځ ته پاڅیږي سست او زړه نازړه وي، هغه هم خلکو ته ځان ښيي، الله تعالی ډېر لږ یادوي.

‎هر کله چې انسان په خلوت  کې د الله تعالی عبادت، اذکار او تلاوت په شوق سره وکړ، سستي او لټي پکې نه وه، پوه شه چې په دې انسان کې اخلاص شته دی، او که په خلوت کې سست او لټ و، شوق او علاقه ورسره نه وه ، او د خلکو په  منځ کې یې منډې را منډې وهلې نو بیا دا حالت خطرناک دی. الله تعالی دې موږ له عُجب ، ریاء او کبر څخه وساتي، الله تعالی دې زموږ په عملونو او نیتونو کې اخلاص راولي. آمین یا رب العالمین.