د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

غږیزه ککړتیا او په ټولنیز ژوند یې اغیزې

13691.jpg (5000 × 2200)

چمتوکوونکی: ناصري

د ژوند چاپېریال ترهغه وخته پورې سالم پاتې کیږي چې، د چاپېریال عنصرونه سالم وي، هر کله چې د چاپېریال عنصرونه ککړشي نو د ژوند چاپېریال هم ور سره ککړ او زیانمن کیږي. 

د افغانستان د چاپېریال ساتنې قانون له مخې هرهغه کاراو فعالیت چې، د ژوند د چاپېریال د ککړتیا لامل کیږي باید مخنیوی یې وشي. خو په خواشينۍ سره زموږ په هېواد افغانستان په تېره کابل ښار کې د ځینو بی پروا افراد لخوا   داسې بې نظمه اوخپلسرې کړنې تر سره کیږي چې، په ډیرې بې رحمۍ سره يې د کابل ښار د اوسیدونکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړى دى.

خو دا باید هیر نکړو چې اړوندو ادارو په تېره کابل ښاروالۍ د دا شان ناوړه کړنود مخنیوى په نیت خپلې هلې ځلې جاري ساتلې تر څو کابل ښاریانو ته آرام او سالم چاپېریال رامنځته شي.

د چاپېریال یوه بله ککړتیا چې انساني ژوند یې له سختو ګواښونو سره مخ کړی، هغه غږیزه ککړتیا ده. 

په ټوله کې چاپېریالي ستونزې د صنعتي انقلاب زیږنده دي، نو ویلای شو چې، غږیزه ککړتیا هم د صنعتي انقلاب زیږنده ده او له دې ککړتیا څخه هغه څوک ډیر زیان ویني کوم چې، په تولیدي کارخونو او فابریکو کې کار کوي. په لومړیو ورځو کې د لوړغږ اغیزې کمې وي، خو د وخت په تېریدو سره ډيريږي، چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د اوریدلو د حس د له منځه تللو لامل ګرځي.

غږيزه ککړتيا، د هغه نا خوښه آوازونو څخه عبارت ده، چې د انسانانو، حیواناتو، موټرونو، الوتکو (طیارو) او له نورو راز راز ماشینونو څخه منځ ته راځي، چې په ځمکه کې د ژوندیو موجوداتو په ژوند منفي اغیز کوي او یا هم غږیزه ککړتیا هغه نا خوښ غږونه دي چې، د انسانانو او حیواناتو غوږونو ته خوښوونکی نه وي.

په عمومي توګه په ښارونو کې د وړو او لویو موټرو آوازونه، په سړکونو او د ښار په ګڼ میشتو سیموکې د ګرځنده پلورونکو د لوډسپیکرونو ناخوښه آوازونه، د جينيريټرونو آوازونه، د تولیدي کارخونو او فابریکو او همدا رنګه د ودانیزو او تخنیکي فعالیتونو آوازونه، په ډيره لوړه کچه اوریدل کیږي، چې په پایله کې د ښار د اوسیدونکو د آرامتیا د مخنیوي او د نورو راز راز ستونزو د رامنځته کېدو لامل کیږي. څنګه چې ښکاري نن ورځ دغې ککړتیا د کار په ډیری برخو کې ځای نیولی او د اړوندو کارکوونکو او نورو ښاریانو ژوند یې له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړی دى.

د اسلام سپېڅلی دین دې موضوع ته پاملرنه لري او ټولو انسانانو ته یې د مخنیوې په هکله ځانګرې لارښوونې کړي دي او هغوی یې له ناوړو آوازونو څخه منع کړي دي، تر څو نورو ژوندیو موجوداتو ته د زیان رسولو او ټولنیزو ستونزو د رامنخته کیدو لامل نشي. 

همدارنګه الله(ج) زړه بدوونکي، مخرب، زیان رسوونکي، خطرناک او له اړتیا څخه زیات غږونه بد ګڼلي دي. 

چاپېریالي څیړنو دا ثابته کړې ده چې، اوچت او تیزغږونه د ځمکې پر مخ  د ژوندیو موجوداتو په ژوند او له روحي او فکري پلوه په انسانانو مستقیمې او غیرې مستقیمې اغیزې لري. مستقیمې اغیزې لکه د انسانانو د غوږ د اوریدلو د حس کموالى او په زیات شدت سره کڼوالى رامنځته کوي.

غیرې مستقمې اغیزې لکه عصبانیت، عصبي شوک، د سر درد، جسمي او روحي ستړیا، ویره، د خوب کمښت، د زړه د ټکانونو زیاتېدل، د وینې فشار لوړیدل او د هاضمې سیسټم خرابیدل دي. 

څیړنو دا هم ثابته کړې، که چیرې ځينې حیوانات له ډیر لوړغږ سره مخامخ شي، نو د هغوی د مړینې لامل ګرځي.

د غږیږې ککړتیا مخنیوی:

د غږیزې ککړتیا ناوړو اغیزو ته په کتو سره، دا اړینه بلل کیږي، چې د مخنیوي لپاره یې باید جدي پاملرنه وشي. 

د هستوګنې په ځايونو، روغتونونو، وړکتونونو مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو، ښاري پارکونو او ځینې نورو عامه ځایونوکې، چې ګنه ګوڼه په کې ډیره وي په کار ده چې د اوچت او ناخوښو آوازونو سرچینې وڅارل شي. د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره باید دغه لاندې لارې چارې په جدي توګه عملي کړل شي:

په صنعتې او تولیدي فابریکو کې باید د غږ د ټیټوالي دستګاوي ولګول شي.   

د ترانسپورتي وسایلو لپاره باید داسې سړکونه جوړ شي، چې د هارن کولو اړتيا ورته پیدا نشي.

د ایمرجنسي او نورو خطرناکو هارنونو څخه باید هر څوک ګټه وانخلي او له بې ځایه هارن وهلو باید مخنیوي وشي. 

د روغتونونو، ښوونځيو، مدرسو، وړکتونونو، او پوهنتونونو په شاوخوا کې بايد له هارن وهلو څخه ډډه وشي.

صنعتي او تولیدي دستګاوې او فابریکې باید د هستوګنې سیمو ته نږدې جوړې نشي.

د یوه پاک او آرام چاپیریال د درلودلو په موخه، د ښار په سړکونو، فرعي کوڅو، او د کورونو په شاوخوا کې باید ونې او شنې سیمې رامنځته کړل شي. 

د یوې څیړنې له مخې، چې نباتاتو باندې تر سره شوې ده، دا څرګنده شوه چې د بلوط، چنار، کاج، او شمشاد ونو د نورو ونو په پرتله، د غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې ډیره مرسته کړې ده. 

په پای کې په کار دا ده چې، موږ ټول باید د یوه سالم، پاک، آرام چاپېریال د رامنځته کولو او د چاپېریال زرغونتیا او پاکوالي په برخه کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو سره، مرسته وکړو ترڅو مو ژوند او روغتیا، دواړه په امن کې پاتې شي.