دلسوز
په دې هرمسلمان پوهیږي چې، پاکي او نظافت د ایمان یوه برخه ده او د اسلام سپیڅلي دین هم په دې باندې ډیر ټینګار کړی دی، ځکه خو هر خیر غوښتونکي او مسئولیت منونکي مسلمان ته په کارده څو د خپل ځان، خپل چاپېریال او د خپل ښار پاکوالي او نظافت ته پاملرنه وکړي. په دې باید باور ولرو چې، که زموږ ښار او چاپېریال هرڅومره پاک وي په هماغه کچه به زموږ روغتیا او ژوند هم خوندي وي، ځکه روغتیا په پاکوالي کې نغښتې ده. د اسلام سپیڅلي دین دا په ډاګه کړې، هر هغه څوک چې پاکوالي او نظافت ته پاملرنه کوي، د پاک خدای له ډیرو نیږدې دوستانوڅخه شمیرل کیږي. دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو هر وګړی ته یې په کار ده چې دغه دیني او اسلامي فریضه پرځاې کړي. په کوم ښار کې چې موږ ژوند کوو هغه زموږ ټولو ګډ کور او ګډ چاپېریال بلل کیږي، نو پاک ساتل اوسمسورتیا یې هم زموږ ټولو ګډه دنده او ګډ مسئولیت دی، چې باید په ریښتینولۍ، صداقت او ایماندارۍ سره یې ترسره کړو او هر هغه څه چې، زموږ دښار او چاپېریال د ککړتیا او ناولتیا لامل کیږي، له منځه وړل او مخنیوی یې هم زموږ ټولو دنده او مسئولیت شمیرل کیږي. نو په دې موخه چې هم مو د اسلام د سپیڅلي دین حکم پرځای کړی وي او هم مو خپل ښار، چاپېریال پاک او خپله روغتیا مو خوندي ساتلي وي، اړتیا ده چې له خپلې سیمې، خپل ښار او خپل چاپېریال څخه د کثافاتو او نورو ناولتیاوو په لرې کولو کې د زړه له تله هلې ځلې وکړو څو خدای مکړه زموږ نازولي بچیان او نورښاریان په وژونکو ناروغیو کوم چې، له همدغو ککړتیاوو څخه را پیدا کیږي اخته نشي او په همدې موخه په کار ده څوخپل ټول شوي کثافات او نورې ناولتیاوې په ټاکلو ځایونو کې واچوو ترڅو د تنظیف کارکوونکو له خوا په خپل وخت ولیږدول شي، او که چیرې په دې برخه کې خدای مکړه بې پروا او بې مسئولیته پاتې شو، نو په تش لاس اوخالي جیب به د کوم روغتون اوکوم درملتون دروازه ټکوو.
دا چې وقایه تر درملنې ارزانه ده، په کار ده چې د درملنې پرځای وقایه غوره وګڼو ترڅو مو له یوې خوا لاره د روغتون خواته و نه غځیږي او بل خوا به مو ایمان هم نیمګړی پاتې نشي.