دلسوز
د الله تعالی(ج) له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ، اوس مهال د ځينو انساني کړنو، بې غوريو او د ستر رب جل جلاله له احکامو څخه د پرلپسې سرغړونو له امله، له يو لړ جدي روغتیايي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده چې، د هوسا ژوند تېرول پکې ستونزمن شوی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکو اوبو تـه د انسـانانو لاسرسی محدودېږي.
د چاپېريال ککړتيا او د اقليمي بدلون ستونزه هم د پراخېدو په حال کې ده او دا هغه ستونزې او ننګونې دي چې، ټوله نړۍ ګواښي او ډیری ژوندي موجودات يې له ناوړه اغېزو کړېږي.
اوبه د الله تعالی(ج) هغه ستر نعمت او پېرزوينه ده، چې دځمکې پرمخ ټول ژوندي موجودات يې له برکته د ژوند سا کاږي، که اوبه نه وي، ژوندي موجودات څه چې نباتات هم له منځه ځي.
څنګه چې ښکاري زموږ ګران هېواد افغانستان هم نن ورځ له دغې ستونزې سره مخ دی، ځکه اوس د هېواد په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک اوبه په پيسو اخلي او یا يې هم د ستونزو په زغملوسره له ډېرو لرې سيمو راوړي.
نن ورځ د هېواد په ډیری سیمو په تېره کابل ښار کې د ځمکې لاندې پاکو اوبو کچه ټیټه شوې ده چې له امله یې ډیری ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
که چېرې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې نشي او همداسې په بې رحمۍ سره ضایع شي، نو دا امکان شته چې، يوه ورځ به خدای مه کړه له دې هم له ډېرو ناخوالو سره مخ شو.
زموږ په هېواد کې د پاکو اوبو د کچې د ټیټیدو ستر لامل د سيمې او نړۍ په کچه وچکالي او اقليمي بدلون دی، په بې ساري ډول د خلکو له لوري په لمريزې برېښنا د اوبو را ايستل هم ددغې ستونزې د رامنځته کېدو بل لامل ګڼل کيږې. الله تعالی(ج) تر ځمکې لاندې پاکې اوبه د انسانانو د څښاک لپاره پيدا کړي او د کروندې لپاره يې د ځمکې له پاسه د سترو بحرونو، سيندونو او کاريزونو اوبه چمتو کړي دي.
خو دا چې زموږ په هېواد کې تېرو حکومتونو د اوبو د مديريت په برخه کې لکه څرنګه چې اړتیا وه، هغسې کارونه نه دي ترسره کړي، نو همدا وجه ده چې خلک نن ورځ تر ځمکې لاندې اوبو څخه په بې رحمۍ او غير معياري ډول ګټه پورته کوي.
په نورو ښارونو کې هم د پاکو اوبو د معياري شبکو نشتون هم د دې ستونزې اساسي لامل ګڼل کیږي، له همدې امله اوس هر څوک پاکو اوبو ته د لاسرسي په پار ژورې څاه ګانې کیندي او دغه راز د اوبو د تصفیې شرکتونه هم په غير معياري ډول يوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر زياتې اوبه مصرفوي، چې له امله يې د اوبو کچه ورځ تربلې د ښکته کېدو په حال کې ده.
ددې لپاره چې پاکو اوبو ته لاسرسی آسانه او د ځمکې لاندې اوبه خوندي او زیرمه شي، دولت او عام وګړي دا مسئوليت لري، چې لاس په کار شي او دغې ستونزې ته اساسي حل لاره ومومي.
اوس چې زموږ په هېواد کې ژمی رارسېدلی او واورې هم په ورښت پیل کړی دی، کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې دځمکې لاندې پاکو اوبو د سپما په موخه له ټولو ښاریانوڅخه غوښتنه کوي چې، د خپلو کورونو او نورو اړوندو ودانیو څخه واوره راټوله او په زرغونو سیمو او نورو جذب وړ سیمو کې یې زیرمه کړي، چې په دې کار سره کېدای شي د ځمکې لاندې پاکو اوبو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو ته په کار ده چې، د هېواد د اوبو په لا ښه مديريت او خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په موخه، مناسب سيستم رامنځته او داسې قوانين دې جوړ کړي، چې له مخې یې خلک په خپل سر د اوبو له بې ځایه کارونې منع کړل شي.
که څه هم چې اسلامي امارت په دې برخه کې له لومړیو ورځو څخه لاس پکار دی، چې د قوشتېپې کانال، د بند شاه او عروس او د اوبو د څو نورو بندونو د رغولو چارې يې ښې بیلګې دي؛ خوپه دې برخه کې لا ډېرو کارونو او زیاتې پاملرنې ته اړتيا ده.
دا وبو سپما او پر ځای مصرفول یې بيا فردي مسئولیت دی او هر وګړی دنده لري، چې په معياري او له دولتي قانون سره سم له اوبو څخه ګټه پورته کړي.
که د اوبو د سپما په برخه کې حکومت او خلک اړین اقدامات ونه کړي او مناسبې حل لارې ورته پيدا نه شي، نو راتلونکي نسلونه به د اوبو ترلاسه کولو لپاره هم کار کوي او ژوند به یې له ستونزو او ننګونوسره مخ وي.
نو هیله دا ده چې، موږ ټول د خپل راتلونکي نسل د هوسا ژوند او دنورو ژوندیو موجوداتو د ژوندي پاتې کیدو په موخه، د اوبو په مصرف کې له مسئولیت او زړه سوي څخه کار واخلو.