زه هم په خپل وار سره د کابل درنو ښاریانو چوپړکونکي په توګه د لوی
اختر د رارسیدو له امله ټولو هیوادوالو او په ځانګړی توګه کابل درنو ښاریانو ته مبارکي وایم، او د الله پاک له دربار څخه تاسو ټولو ته د خوښیو ډکې ورځي غواړم.
همدارنګه له تاسو ټولو کابل درنو ښاریانو څخه هېله کیږي چې د پخوا په څیر د اختر په ورځو کې هم ښاري پاکوالي ته پاملرنه وکړئ او د قربانۍ پاتي شوي مواد په ټاکلي ځایونو کې وغورځوي، په عامه ځایونو کې له غورځولو یې ډډه وکړئ.
د لوی الله په دربار کې ستاسو ټولو د صدقاتو او خیراتونو د قبلیدو په هېله، له خوښیو څخه ډکې ورځي په مخ کې ولري.
د لوی اختر په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پیغام