الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

حبیب یار خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ له خدماتي کارکوونکو سره مرسته وکړه

7 حمل 1404

14644.jpg (1820 × 1024)

د حبیب یار خیریه بنسټ له خوا د کابل ښاروالۍله (۵۵۰۰) خدماتي کارکوونکو سره مرسته وشوه. د ياد بنسټ استازي حاجي کامران وويل: د کابل ښاروالۍ هر خدماتي کارکوونکي ته به يوه بورۍاوړه، يوه کڅوړه وريجې او پنځه ليتره غوړي، چې ټولې (٥٥٠٠)  بستې کېږي وویشل شي، چې يو شمېر کارکوونکو ته وېشل شوې دي او دا لړۍ په بېلابېلو ناحیو کې دوام لري. نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ زیارکښه کارکوونکي کابل ښاریانو ته له ځنډه پرته چوپړتیاوې وړاندې کوي، د دوی هڅونه او مالي ملاتړ زموږ ملي دنده ګڼل کېږي او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه سوداګرو او پانګوالو څخه هیله کېږي چې د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو ملاتړ وکړي