الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته- دارالامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډڼد کېدو ستونزې ته رسېدنه وشوه

7 حمل 1404

14646.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته- دارلامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې رسېدنه وشوه. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د یاد ریاست پرسونل او ماشینرۍ پر وخت ستونزې ته رسېدنه وکړه،  ډنډ شوې اوبه د واټر پمپ په وسیله ولېږدول شوې او بند لښتي پاک شول. نوموړي د پُل سوخته- دارلامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو لامل وروستي بارانونه او له نښلونکو کانالونو سره د اوبو د مسیر بندېدل یاد کړل. تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته او د هوا له ښه کېدو سره سم به د یادې سیمې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته په اساسي توګه رسېدنه وشي