الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څرخي پله د فامیلیو په سیمه کې د کانال پاکولو چارې روانې دي

14162.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د نولسمې ناحیې اړوند د څرخي پله د فامیلیو په سیمه کې د کانال پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: دغه کانال چې د یو شمېر ښاریانو د بې پروایۍ له امله بند شوی ؤ، اوس مهال یې د بیا پاکولو چارې تر لاس لاندې دي. نوموړي زیاته کړه: یاد کانال چې (۱.۵) کیلو متره اوږدوالی، (۲.۵) متره سور او (۱.۵) متره ژوروالی لري، د فامیلیو سیمې د ځمکې سطحي اوبه د کابل سیند ته لېږدوي. انجنیر نوید احمد شیرزاد د دې کانال په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د یاد کانال پاک ساتلو ته پام وکړي تر څو په راتلونکې کې د اوبو بهیر بیا ځلي بند نه شي.