د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښاري ژوند کې زموږ مسئولیت

ابویاسر پشتون

 14184.jpg (1200 × 528)

انساني ټولنې چې د دوو بېلابېلو موقیعتونو (ښاري او کلیوالي) برخو څخه جوړې دي د بېلابېلو فکتورونو له اړخه یو له بل سره خورا زیات توپیر لري. د ژوند له اړخه ښاري ژوند له کلیوالي ژوند سره او دغه راز د ښاري ژوند چاپېریال د کلیوالي ژوند سره، همدارنګه د کاروبار له اړخه ښاري چاپېریال له کلیوالي چاپېریال سره توپیر لري.  پدې لیکنه کې د ښاري ژوند د اوسېدونکو پر وړاندې د پرتو مسئولیتونو او په ښار کې د ښاري اصولو په اړوند بحث کوو: ښار چې د وګړو یو ګډ جوړښت دی او د هرې طبقې وګړي پکې ژوند کوي، هر یو یې د جلا کسب او جلا هنر درلودونکی دی، اړینه ده چې پدې ډلګي کې به ځینې د زده کړو په ګاڼه سمبال او ځینې به یې له یاد نعمت څخه بې برخې وي، ځینې به یې د ښاري ژوند په اصولو پوه او ځینې به یې دیته اړتیا لري چې له دغه اصولو سره بلدتیا پيدا کړي، نو هغوۍ چې پدغه برخه کې پوهه لري مسئول دي چې هغه نوره برخه هم پدې و پوهوي چې په ښار کې د ژوند کولو تر خوا کوم مسئولیتونه لري. په ښار کې ژوند کول د کلیوالي سیمو په پرتله توپیر کوي، ښار که له یوې خوا له یولړ آسانتیاوو او  ګټو څخه برخمن دی، لکه د ښوونیزو مرکزونو زیاتوالی، د بریښنا خدمتونه، په آسانۍ سره له بازار څخه د اړینو توکو تر لاسه کول، د آسانه ترانسپورت شتون، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی او یو لړ نورې آسانتیاوې، خو د دې ټولو آسانتیاوو سربیره ځینې ستونزې هم شتون لري چې په ښار کې یې ژوند کول ستونزمن کړی او ډیری خلک اوس ښاري ژوند نه خوښوي. هغه کومې ستونزې دي چې په ښار کې یې د ښاریانو ژوند سخت کړی، او دغه ستونزې چا رامخته کړي؟ په دې توګه پرې رڼا اچوو: د ښاري ژوند د ښیګڼو تر خوا د ککړې هوا شتون، ترافیکي ګڼه ګوڼه، په دوامداره ډول د بریښنا نه شتون او غږیزه ککړتیا، هغه ستونزې دي چې د ښار له ښکلا ډک نوم یې بدرنګه کړی او په ښار کې یې شته آسـانتیاوې تر پوښتنې لاندې راوستي او د ځینو بې پروا خلـکو د نـه پاملـرنې له امله په ښارونو کې هغه وګړي چې، نظام، ټولنې او ښاري اصولو ته ژمن دي د هغو  نوم یې هم بدکړی دی. دا چې دغه ناغیړۍ او له ښاري اصـولو سـرغړونې څوک تـر سره کوي، په ډاګه ویلای شو چې، په ښار کې د ګوتو په شمېر ځینې اوسېدونکي شته دي چې د انساني ژوند دغه اړینه برخه یعنې د کاروبار مرکزونه (ښارونه) یې د ژوند کولو له دایرې څخه بهر کړي دي. دا چې څرګنده شوه یو شمېر خلکو په ښار کې د ژوند دایره په نورو مسئولیت منونکو وګړو هم راتنګه کړې ده، د دوی په وړاندې څه کول پکار دي، د یو ښاري په صفت یې په وړاندې زه څه کولای شو او ته کوم مسئولیت لرې؟ هو! همدا زما او ستا دنده ده که چیرې موږ له دغې ډلې خلکو څخه و اوسو چې د ښار په وړاندې ځینې خپلسري ترسره کوي ترې ځان وساتو او هوډ وکړو چې، دغه اعمال نه ترسره کوو، خو که چیرې موږ د دې خلکو له ډلې څخه نه یوو، نو دا یوازې زموږ لپاره بسنه نه کوي چې موږ د ښاري اصولو سرغړونکي نه یوو، بلکې یو بل مسئولیت چې ز موږ پر وړاندې پروت دی هغه د دغو نورو سرغړونکو وګړو سمې لارې ته رابلل او دا ورته په ګوته کول دي چې، کوم کارونه باید تر سره کړي تر څو د ژوند کولو لپاره یو چمتو ښار ولرو او کوم کارونه دي چې باید تر سره نشي، او ورته وویل شي چې، زه او ته باید د یو ښاري په توګه باید خپل کثافات بې ځایه و نه غورځو، د بریښنا په مصرف کې باید سپما وکړو ترڅو نور وګړي هم د بریښنا له نعمت څخه برخمن شي، هغه ځای چې د موټرو د تم ځای په توګه نه وي ټاکل شوی هلته باید خپل موټر ونه دروو، د سون له داسې توکو څخه ګټه پورته نه کړو چې هوا ککړه کړي او د آکسیجن له خواږه نعمت څخه بې برخې شو، خپل کاري چاپېریال د خپل کور په شان وګڼو، همدا رنګه خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو پورته ونه ګڼو، د خپلو توکو د خرڅلاو په موخه له داسې وسایلو کار وانخلو چې، په ښار کې نورو اوسېدونکو ته ستونزې را ولاړې کړي، په ښاري بسونو کې د څوکیو د نظافت ساتنه وکړو او بل څوک هم پرینږدو چې داسې یو عمل تر سره کړي چې، دغه بیت المال ته زیان ورسوي. دغه ډول نورې هغه ملي شتمنۍ چې زموږ د هیواد تاریخي لرلید را په ګوته کوي په هېوادنۍ مینه وپالو، ساتنه یې وکړو او هېڅ چاته یې د ورانولو او شخصي ګټې اخیستنې اجازه ورنکړو. اوس نو که چیرې د دې ترڅنګ چې، موږ د ښاري اصولو له سرغړونکو څخه نه یوو او همدارنګه مو نور وګړي هم د ښاري اصولو رعایت کولو ته رابللي وي، نو موږ به د ښاري ژوند په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړی وي. د اسلام د مبارک دین دغه احکام چې نظافت د ایمان برخه ده او همدارنګه ښه مومن هم هغه کس ګڼل شوی چې، د ده د ژبې او لاس له اعمالو څخه بل مومن ته زیان ونه رسېږي هم په ځان منلي وي، چې دا به مو هم د دنیا او آخرت په خیر وي.  د یو تل پاتې او سرلوړي افغانستان په هیله.