دلسوز
د یوې ټولنې د هر اړخیزجوړښت او معیاري ودې لارې چارې ډیر اړخونه لري او له بېلابېلو لارو څخه انسانانو ته په لاس ورځي څو ټولنه مثبت لوري ته پرمختګ وکړي، د پرمختیاوو په کاروان کې خپل ځان ورګډ کړي، وګړي یې د ښه ژوند خوند وڅکي او د خپلو ټولو اوسیدونکو لپـاره د سـوکالۍ، نیمکرغۍ او خوښۍ لاره پرانیزي. خو ټولنیز امن، سوله، ورورګلوي، یووالی، د قانون پلوي، ښوونې او روزنې ته ریښتینې پاملرنه، کلتوري وده او له نوې ټکنالوجۍ سره بلدتیا، اقتصادي پراختیا، غوره سلوک او داسې نور بنسټونه د یوې ټولنې په وده کې رغنده رول تر سره کولای شي او دغه اساسات انساني ټولنه د پرمختګ د وړانګو له کاروان سره یو ځای کوي او د هغو ناخوالو په مخنیوي کې مثبت رول لوبوي کوم چې د یوې ټولنې د پرمختګ پر وړاندې خنډ وي.
په دې لیکنه کې یو لړ هغو لارو چارو ته اشاره شوې چې د ټولنې د هر اړخیزجوړښت، نیکمرغۍ او ودې په لاره کې ګټورې تمامیږي او د وګرو ژوند یې د سمسور پسرلي په ګلونو ښکلی کوي.
۱ـ سوله او امنیت:
سوله د انساني ژوند په چارو کې هغه مهم بنسټ دی چې، په قرآن عظیم الشان کې هم ترېنه یادونه شوې ده او لوی رب(ج) ویلي دي چې: (والصلح خیر) یانې (سوله غوره ده). همدا رنګه د سولې او امنیت په فضا کې ژوند کول، ټولنه د هر اړخیز پرمختګ په لوري بیايي او د نیکمرغۍ وړانګې د سوله ییزو پرګنو په برخه کوي. د سولې او امنیت له امله سیمه د آسماني برکاتو سره مخ کیږي او د ټولنې هر وګړی یوازې د هر اړخیزې خوښۍ، خوشحالۍ، نیمکرغۍ او پرمختیا په اړه فکر کوي. سوله او امن چې په کومه ټولنه کې نه وي نو د هغه ټولنې ژوند د تورتم، بدبختۍ، تاوتریخوالي، ناخوالو، زورونې، ناپوهۍ، بیلتون او داسې نورو ډول ډول ناخوالو سره مخ کیږي چې د انسان د روحي آرامتیا، پرمختګ او ښیرازۍ لاره ډب کوي.
۲ـ یووالی او ورورګلوي:
یووالی او ورورګلوي هغه ستر نعمت او الهي پیرزوینه ده چې، انسانان له یو بل سره ګډ ژوند ته رابولي. یووالی او وروګلوي په ټولنه کې د انسانانو تر منځ د غوره اړیکـو د ټینګـولـو لار پـرانیزي. یووالی او وروګلوی د الهي برکاتو د څرک تر ټولو غوره پالونکی دی، په دې مانا چې هغه ټولنه د ژوند د هر اړخیزې ودې سره مخ کیږي چې، ورورګلوي یې د ژوند په ټولو چارو حاکمه او د مهربانۍ په وړانګو کې له نورو انسانانو سره خپل کړه وړه تنظیموي.
خو برعکس هغه ټولنه د ډول ډول بدبختیو له توپان سره مخ کیږي کوم چې د وګړو د یووالي بنسټ یې نړیدلی وي، په بیلتون، نفاق او تورتم کې شپې او ورځې تیروي. موږ په سیمه ییزه او نړیواله کچه د خپل ژوند په تاریخ کې د ناکامو انساني پرګنو ځینې بېلګې هرو مرو لیدلې دي چې د ورورګلوۍ د بنسټ د سستوالي له کبله له ډول ډول بدبختیو سره مخ شوي دي.
۳ـ د غوره قانون پلوي:
انسانان په هره ټولنه کې د خپل ژوند د سمون، د خپلو چارو د ګړنديتوب او له نورو انساني ټولنو سره د خپلمنځي اړیکو د ښه والي او پرمختیا لپاره یو لړ غوره قوانین ټاکي ،چې پر بنسټ یې انسان په ټولنه کې د ښو اخلاقو، غوره نظام او غوره پرمختګ له یوې بختورې لړۍ سره مخ کوي، د غوره ژوند په راز یې پوه کوي او د نیکمرغۍ لوري ته یې بیایي.
د غوره قانون رامنځته کول او د هغه پلوي د انسانانو هغه نوښت بلل کیږي چې، لوی خدای(ج) پر خپلو بنده ګانو لورولی او هغوی ته یې د خپل الهي کرم له مخې د دې وړتیا ور په برخه کړې ده چې د خپل ژوند د سمون لپاره په غوره توګه قانون جوړ کړي، د هغه پلوي تنظیم او په ښه توګه له نورو انسانانو، حاکم نظام او نورو انسانانو سره د غوره ژوند کولو وړتیا پیدا کړي.
۴ـ ښوونه او کلتوري بډاینه:
د ښوونې او روزنې په هکله یوازې د دې خبرې یادونه کفایت کوي چې د هغه حصول، زده کړه او لاسته راوړنه یوه اړتیا ګڼل شوې ده. البته کوم بنسټ چې د آسماني قانون له مخې په انسانانو باندې فرض ګڼل شوی دی نو په طبیعي توګه چې هغه ډیر لوړ مقام لري، انسان د عزت او سرلوړی لوري ته بیایي او د نېکمرغۍ مرتبې یې په برخه کوي. له بلې خوا که چیرې وګورو چې ولې په نړۍ کې ځینې انساني ټولنې د خپل ژوند په هسکو پوړیو کې د پرمختګ مزل کوي نو له ورایه څرګندیږې چې د هغوی د پرمختیا لامل په ټولو انسانانو کې د ښوونې او روزنې عمومیت ګڼلی شو.
۵ـ کلتوري وده:
د ښوونې او روزنې تر څنګ یوه بله ډیوه ده چې، انسان د خپلې ټولنې د پېژندنې او د خپلو ټولنیزو او کلتوري بنسټونو د معرفي کولو لوړې مرتبې ته رسوي. د کلتوري ودې په وسیله انسانان د خپلې ټولنې له منځ څخه د غوره لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او فرهنګي شخصیتونو په پیدا کولو بریالۍ کیږي او د خپل ځان هویت په اغیزمنه توګه د تاریخ زړه ته سپاري چې، د زمانې په لنډ او اوږده واټن کې د انسانانو د عمومي نیکمرغۍ د ترلاسه کولو په لار کې ګټور ثابتیږي.
۶ـ له نوې ټکنالوجۍ سره بلدتیا:
نوې ټکنالوجي هغه ستر نعمت دی چې، له انسانانو سره د چارو د غوره سمون، د چارو د ګړندیتوب او له انسانانو سره د هر اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په لاره کې مرسته کوي.
له بلې خوا نوې ټکنالوجي انسانان د پوهې په هغه لار بیايي چې نوي علمونه او فنون له ځان سره ولري، نوي نوښتونه رامنځته شوي وي، نوې پوهنه له نورو تجربو سره یو ځای د پرمختګ په لاره کې د انسانانو لاسنیوی کوي.
نوې ټکنالوجي هغه مهال ګټوره ده او له انسانانو سره د هغوی د پرمختګ په لاره کې مرسته کوي چې له هغه څخه سالمه ګټه پورته شي او د انسانانو د مثبتو اړتیاوو د درد درملنه وکړي.
په دې ځای کې د یوې خبرې یادونه اړینه ګڼل کیږي هغه دا چې د ژوند هره وسیله د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوې ده، خو دا بیا د انسانانو کار دی چې آیا هغه د خپلې دنیوي او اخـروي ګټـې پـه لاره کـې استعمالوي او که د زیان.
نو له دې کبله ویلای شو چې، د نوې ټکنالوجۍ د ټولو پرمختیاوو په ګډون د ژوند له هرې وسیلې څخه مثبته او منفي ګټه اخیستل ممکنه ده خو دا کار بیا په انسانانو پورې اړه لري چې د نوې ټکنالوجۍ په ګډون د پرمختګ وسایل څرنګه د خپل ژوند د هر اړخیز سمون په لاره کې کاروي.
۷ـ اقتصادي پرمختګ او سالمه سیالي:
اقتصادي فعالیتونه او د ژوند په چارو کې سالمه سیالي د یوې پیاوړې ټولنې د جوړیدو په لوري لاره پرانیزي، وګړي یې ښه ژوند تجربه کوي او د ټولنې اقتصادي سرچینې په ښه توګه په کار لویږي. په دې برخه کې د خصوصي سکتور ونډې ته پاملرنه یوه اړتیا ده څو د ټولنې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي او هغه پانګې په سمه توګه په کار واچوي چې ټولنې ته له خپل سوداګریز، طبیعي او کرنیز چاپېريال څخه په لاس ورځي. همدارنګه د ټولنې وګړو ته په کار ده چې، د اقتصاد د ښیرازۍ په ډګر کې په غوره او مسلکي پوهه ځان سمبال او په خپله سیمه کې داسې یوه صنعتي انقلاب ته لاره پرانیزي چې د خپلو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو سره سره خپل تولیدات نورې نړۍ ته هم صادر کړي.
۸ـ له نشه يي توکو څخه د ټولنې پاکوالی:
هر ډول نشه یي توکي او د هغه کرنه، استعمال، قاچاق، سوداګري او کاروبار د انسانانو لپاره د داسې زهرو په څیر دي، چې د ژوند ټولې خوښۍ یې له منځه وړي.
په دې مانا چې شاید د نشه یي توکو کاروباریانو ته په ظاهره څه مادي ګټه په لاس ورشي خو هیڅکله به له هغه روحي آرامتیا سره مخ نه شي کوم چې د حلالو څیزونو د کارو بار په پایله کې لاس ته ورځي او په آرامۍ سره پرې خپل ژوند ته سمون ورکړي.
له بلې خوا د نشه يي توکو لعنت د دې ناولې پدیدې د کاروباریانو په خپل کور، سیمه او چاپېرېال کې نه تم کیږي بلکي د ټولنې د عامه سپکاوي لامل ګرځي او تر ټولو لوی زیان یې دا دی چې، د ټولنې ځوان نسل پرې اخته او ژوند یې له ډول ډول ستونزو او ننګونو سره مخ کوي. همدارنګه د ټولنې نوم په نړیواله سطح بد او په نړۍ کې د یوې بدې ټولنې په حیث پېژندل کیږي چې په نړیواله کچه یې وګړي د نورو تر شک لاندې وي.
له بلې خوا د نشه یي توکو د کاروبار زیان یوازې په دې دنیا پورې هم منحصر نه دی، بلکي د دې ناولې پدیدې استعمال کوونکو، ترویج کوونکو او کاروباریانو ته په اسلامي نصوصو کې د سخت عذاب وعدې هم ورکړل شوې دي.
نو له همدې کبله یوه ټولنه هغه مهال د سالم جوړښت او معیاري ودې په لوري ګړندي ګامونه پورته کولای شي چې، له دغې ناوړه پدیدې څخه یې خلاصون موندلی وي.